پنځه تنه خبریالان دافغانستان په مختلفو سیمو کی د یوی اونی په کمه موده کی؛ دتاوتریخوالی ،وهلو ټکولو ،ګواښ او سپکاوی لاندی راغلی دی .

دکلید رادیو خبریال تاج محمد سکندر، اودالجزیری خبریال رحمت الله نیکزاد،په غزنی کی،په غور ولایت کی خبریال او مدنی فعال محمد حسن حکیمی ، په کابل کی دافغانستان ټایمز د ورځپاڼی مسوول مدیر  عبدالصبور سریر، او احمد ولی سرحدی د زابل ولایت خبریال دسخت تاوتریخوالی سره مخ شوی دی .

تاج محمد سکندر او رحمت الله نیکزاد دغزنی په ولایت کی داستیناف دمحکمی دریاست دساتونکو  له لوری توهین او په مرګ ګواښل شوی دی .

ښاغلی  سکندر، دغزنی په ولایت کی د کلید  رادیوخبریال وایی ، هغه ته داستیناف محکمید رئیس په حضور کی  دیوه تن ساتونکو له خوا سپکاوی وشو.

محمد حسن حکیمی د غور په ولایت کی خبریال هم دیوه انتقادی رپوټ دجوړولو پر مهال دیو تن سناتورانو له لوری ورته ګواښ وشو.

همدارنګهښاغلی  حسن حکیمی او یاسین آژند پدی وروستیو کی دغور ولایت دمحکمی څخه  یودجلب  لیک  تر لاسه کړی دپولیس څخه غوښتیدی چی هغوی محکمی ته ور وپیژنی .

دزابل په ولایت خبریالاحمد ولی سرحدی،  دیو انتقادی رپوټ دخپرولو په سبب چی د فواید عامی  ریاست پوری اړوند دموټر غلا چی   دطالبانو له لوری  تر سره شوی و ،اوس د زابل ولایت دچارواکو تر فشار لاندی دی او هغه یی دزابل ولایت محکمی ته جلب کړی او ددی خبریال څخه د وضاحت  غوښتنوکی شوی دی .

او په وروستی مورد کی؛ عبدالصبور سریر، د افغانستان تایمز مسوول مدیر تیره شپه دمیزان پر (۱۸) د۱۵حوزی په مربوطاتو کی  دیوه ناوړه قصد په پایله کی سخت ټپی شوی او وسله والو برید کوونکو  وروسته له وهلو ټکولو څخه  موټر،  ګرځنده تلیفون اونور وسایل یی دځان سره وړی او تښتیدلی دی .

دنی دفتر د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره ؛ دخبریالانو پر وړاندی تاوتریخوالی زیاتوالی دخبریالانو پر وړاندی داندیښنی وړ بولی ، او دخبریالانو پر وړاندی دوسیو ته درسیدنی غوښتونکی شو .

دا تاوتریخوالی هغه وخت دخبریالانو پر وړاندی سختوالی مومی چی یوه ګډه دهمغږی کمیټه د رسنیو او حکومت تر منځ جوړه شوی چی د هغه دنده دخبریالانو پر وړاندی دتاوتریخوالی قضایاو ته رسیدنه ده .

د نی  دفتر درسنیو دهمغږی او حکومت د ګډی کمیټی څخه غواړی ترڅو هر څه ژر د تاوتریخوالی  قضایاو ته رسیدنه وشی .

دڅو تیرو کلونو راهیسی د تاوتریخوالی د قضایاو دوسیی نه څیړل او د هغه نه تعقیب کول  دخبریالانو پر وړاندی  ددی سبب شوی دی ترڅو دبیان دازادی دشمنان او فاسد مسؤلان په دولتی  اداراتوکی  وروسته له هغه چی رپوټونه  خپاره شی  خبریالان ووهی  او هڅه کیږی چی دزور زیاتی د اعمالو په تر سره کولوسره غخبریالان دفاسدو او قانون ماتونکو څیرو دافشا څخه منع کړی ..

دا په داسی حال کی ده چی د یوی اونی په لږه موده کی دافغانستان حکومت په رسمی ډول ژمنه کړی ترڅو دښاریانو دبشری حقونو په تیره بیا دبیان دازادی څخه ملاتړ وکړی .