محمد اشرف غنی،دافغانستان جمهور رئیس د آسیا دزړه په کنفرانس کی چی دهندوستان د امرتسر په ښار کی جوړشوی وګډون کړی؛ او دپاکستان دولت ۵۰۰ ملیون ډالری مرسته یی رد کړی، وایی: داپیسی بهتره ده چی پاکستان دترهګری سره په مبارزه کی وکاروی .

دښاغلی غنی دا خبری دپاکستانی رسنیو ډیر سخت او غیرمسوولانه غبرګونونه را وپارول . ځینی پاکستانی رسنیو او خبریالانو دغیراخلاقی او دانسانی کرامت څخه لیری جملو او کلمو په استعمالولو سره جمهور رییس ته سپکاوی وکړ.

نی دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ کونکی اداره دګاونډی هیواد درسنیو سپکاوی زموږ ولسمشرته یو غیر مسلکی او حرفوی او درسنیزو اخلاقو اونړیوالوخبریالی منل شوو موازینو خلاف عمل ګڼی . دنی دفتر دپاکستانی رسنیو دا عمل دافغانستان ټولو خلکو ته سپکاوی بولی نوځکه د پاکستان رسنیو څخه غواړی ترڅو دافغانستان ملت څخه بخښنه وغواړی .

رسنۍ او خبریالان رسالت لری ترڅو ملتونه سره وصل کړی، د بی اتفاقی منځ ته راوړل او دکرکی ترویج او خپرول دنړیوالو ملتونو تر منځ د هر بنسټ یا رسنی له خوا چی وی، مردود دی او باید خاطی رسنی د قانونی څارنی لاندی ونیول شی.

دنی دفتر همدارنګه دافغانستان د اسلامی حکومت غوښتنه کوی ترڅو پاکستان څخه غواړی چی دپاکستانی رسنیو دکرکی دپیدا کولومخه ونیسی او اجازه ورنکړی چی دهغه هیواد رسنی د زهرجنو تبلیغاتو له لاری ددووملتونو یعنی افغانستان او او پاکستاندخلکو ترمنځ دکرکی سبب شی .

د نی په باور ،خاطی رسنی باید د پاکستانی بنسټونو له خوا د قانونی تعقیبلاندی ونیول شی .