دمزارشریف په ښار کی ددو سیمیزو تلویزونو نو (آسیا او مهربان) نشراتی شبکه دبلخ ولایت دمخابراتو ریاست په دستور توقف کړی دی .

چارواکی دبلخ په ولایت کی دسیمیزو تلویزونو دنشراتو توقیف کول دفریکونسی دمالیاتو دنه ورکولو په سبب بولی.دنی دفتر چی په افغانستان کی د آزادو رسنیو ملاتړکونکی اداره ده دبلخ ولایت دمحلی تلویزون د نشراتو بندول یو غیر قانونی اقدام بولی او هغه په سختی سره غندی.

درسنی دنشراتو بندول دباصلاحیته محکمی له حکم څخه اوهم د شواهدو او اسنادو د وړاندی کولو پرته دمنلو وړ نه دی ، دمخابراتو وزارت او هیڅ بل شخص نه شی کولای چی په خپل سر رسنی بندی کړی.او قانون دپښو لاندی کړی.

عبدالمجیب خلوتگر، د نی ددفتر عمومی رییس وویل:”دمالیی اویا هم د دولتی پورونو نه ورکول دافغانستان د نافذه قوانینوپر اساس د قانونڅخه سرغړونه ده او مجازات هم په قوانینوکی وړاندوینه شوی ده چی په هیڅ صورتدرسنیو دنشراتو دتوقیف دلیل کیدای نه شی .”

دنی دفتر د اطلاعاتواو فرهنگوزارت څخه غواړی ترڅو یو سکتوری وزارت په توګه پدی برخه کی اقدام وکړی او اجازه ورنکړی چی دولتی بنسټونه درسنیو په بندولو اقدام وکړی او په هیواد کی دبیان آزدای ته زیان ورسوی

موږ همدارنګه دملی یووالی دحکومت څخه غواړو چی ترڅو دهغه ژمنی پراساس چی دافغانستان خلکو ته یی سپارلی وه ، دبیان دآزادی څخه په عملی ډول دفاع وکړی او هغه افراد او اشخاص چی په نظام کی دننه دی او ددولتی بنسټونو په راس کس قرار لری اجازه ورنکړل شی چی په مختلفو پلمو سره دبیان دآزادی پر ضد عمل وکړی .

دبلخ د ولایت د چارواکو څخه هم غواړو ترڅو د هغه بنسټونو او افرادو مخه ونیسی کوم چی دقانون پرخلاف عمل کوی او اجازه ورنکړی چی په غیرقانونی کړنو سره دخلکو او حکومت تر منځ واټن منځ ته راوړی .