د رادیو بیان پخوانی خبریاله پلوشه توخی تیره ورځ په خپل کور کی دمزارشریف په ښار کی دیو ناشناخته شخص له خوا په ناڅرګنده او مرموز ډول وژل شوی ده.
میرمن پلوشه پنځه کاله په بیان رادیو کی دخبریالی په توګه دنده تر سره کړی او ددوکلونو لپاره دماستری ددوری په موخه د دتایلند هیواد ته تللی و. او تازه دوی میاشتی مخکی هیواد ته راستنه شوی وه چی پرون یو ناشناخته شخص د هغه کورته داخل شوی هغه یی دچاقو په ګوزارونو باندی ټپی کړی او بیا دمزارشریف په یوه روغتون کی ساه ورکړی ده.
دمیرمن توخی کورنی وایی؛ دهیچا سره شخصی دښمنی نه درلوده او دوژنی په سبب هم نه پوهیږو. دبلخ ولایت دولتی مسولان دبیان رادیو د پخوانی خبریالی وژنه د هغه درسنیزو کارونو سره ربط نه ورکوی او په دی پاور دی چی ددی وژنی تر شا کورنی او شخصی دښمنی شته.
د بلخ ولایت د والی ویاند منیر فرهاد، دنی درسنیو دڅار دفتر ته وویل چی څیړنی پدی اړوند پیل شوی دی او په ممکن صورت سره به ددی څیړنو پایلی د رسنیو سره شریک کړی.
میرمن توخی پداسی حال کی د مزار شریف په ښار کی وژل کیږی ، چی دوی میاشتی مخکی دلحظه د رادیو سیمیز خبریال خالد آگاه، د مزار شریف په ښآرکی په عین شکل په خپل کورکی دناسناسو کسانو له خوا وژل شوی و.
دنی دفتر دازادو رسنیو ملاتړ کونکی اداره دمزارشریف په ښار کی ددومیتشتو په ترځ کی ددو خبریالانو وژل کیدل یوه سازمان شوی دسیسه دافغانستان دخلکو او دابیان دازدی ددښمنانو کار بولی او دبلخ ولایت د مسولانو څخه غواړی چی د دی دوتنو خبریالانو وژنکی په هر ډول چی کیږی ونیسی او هغوی ته جزا ورکړی. ددی قضایاو نه څیړل دخبریالی په ټولنه کی داسی شک او ګوماونه را منځ ته کوی چی دهغه غواقب به دولتی مسولانو ته یو تریخ پیام ولری.
عبدالمجیب خلوتگر، د نی دفتر ریس چی دازادو رسنیو ملاتړ کونکی اداره ده وایی :”
دبلخ ولایت دولتی مسولین مکلفیت لری چی د دی دوو خبریالانو دوژنی دڅرنګوالی په باره کی هر څه ژر خپلی څیړنی بشپړ کړی او دهغه پایلی دی دافغانستان دخلکو سره شریکی کړی.”