دسمنګان په ولایت کی د سیمای صلح پر رادیو تلویزون باندی ناپیژاندو وسله والو کسانو دشپی پر ۱۲ بجو ( دوشنبه د غویی ۱۵) برید کړی.

ددی رسنۍ دمسوول سید اسماعیل سادات پر وینا، تیره شپه دشپی 12بجی دوه تنه چی پر موتر سایکل سپاره وه دسیمای صلح پر  رادیو تلویزیون باندی دوسلی په واسطه برید کړی چی دګولی دلګیدو له امله کوم مالی زیان رسیدلی دی خو په خوښی سره ددی رسنی کارکونکو ته کوم ځانی زیان ندی رسیدلی . دښاغلی  سادات پر وینا تر اوسه څرګنده نه ده چی دا برید دکومو کسانو له لوری صورت موندلی دی او دامنیتی ځواکونو څارنی پدی اړه دوام لري .

د سمګان په ولایت کی دسیمای صلح  پررادیو تلویزون باندی دوسلی برید ، دنی دازادو رسنیو دملاتړ اداری داندیښنۍ سبب ګرځیدلی دی او هغه دبیان پر آزادی باندی برید ګنی.

نی دافغانستان دحکومت او په تیره بیا دهیواد دامنیتی بنستونو څخه غواړی ترڅو موضوع په جدی توګه وڅاری ددی قضیی عاملان وپیژنی او هغوی دعدالت منګلو ته وسپاری.