دتلی میاشتی پر ۲۰ یوشمیر وسله والو کسانو دنسیم رادیوپر سیمیز دفتر ددایکندی ولایت دنیلی په ښار کی برید وکړ، ددی رادیو رییس یی ډیر سخت وواهه او بیا وتښتیدل.

برید کونکی څو ګړی وروسته بیرته راغلل او درادیو پر ودانی یی لاسی بم واچاوه، او ډیر زیاد زیانونه یی دنسیم رادیو ودانی او دهغه پر وسایلو باندی وارد کړل .

دنسیم رادیو رییس رضا واحدی،د نی درسنیو دڅار دفتر ته وویل: “د سر او مخ دناحیی څخه ټپی شوی دی.او برید کونکی دوهلو ټکولو پرمهال ویل، چی ژبه دی ډیره اوږده شوی ده .”

د نی ددفتر عمومی رییس عبدالمجیب خلوتگر، په دی باره کی وویل :” دنسیم رادیو په ډیره یوه امن ولایت کی دبرید لاندی راغلی چی په هیڅ صورت نه شوکولای دوسله والو مخالفینو لاس په هغه کی دخیل وبولو، نو ځکه برید کوونکی یا ددولتی چارواکو دوستان دی یا دهغوی له خوا دی کارته هڅول شوی کسان.”
دنیدفتر ، پر رادیو باندی برید د بیان پر آزادی برید بولی او د مسولانوڅخه غواړی تر څو ددی جنایت مرتکبین وپیژنی او هغوی دقانون منګلو ته وسپاری.

دی څرګند جنایت او حساس قضیی ته نه پاملرنه دا ګومان اوشک را برسیره کوی چی سیمیز چارواکی په هغه کی لاس لری .

دنسیمرادیوپه هغه حوزه کی دهغه فعالو رسنیو څخه ده چی پدی وروستیو کلونو کی یی یو شمیر زیات افشا کونکی مطالب درلودل او حتی ځینی وختونه دا رادیو نورو رسنیو ته یو د باور وړ سرچینه باندی بدل شوی ده .