په تخار ولایت کی دسلام‌ وطندارخبریال عرفان بزرګر  د نی درسنیو دڅار دفتر ته وویل چی د۱۳۹۸ کال دغبرګولی دمیاشتی ۱۹ د یکشنبه ورځ دتخار ولایت  امنیه قومندان  حشمت مسلم، نوموړی خبریال او هم دخورشید تلویزون خبریال شفیق پویا ، خپل دکار  دفتر ته راغوښتی دی او په هغه غونډه کی یی  دیو شمیر نورو د پولیس  منسوبینو مخی ته دا دواړو خبریالانو ته وایی چی لدی وروسته امنیتی ځواکونو ته شهید ووایاست  او نباید هره ورځ د امنیتی ستونزو نه راپور جوړ کړی . د تالقانو په ښار کی  دامان‌الله‌ خان سوځیدلی عکسونه کی مو نباید خپاره کړی وای. د هغه اخبار دخپاروی څخه باید ډډه وکړی، کوم  چی ښيی  چی طالبان پر یو شمیر سیمو  باندی نفوذ کړی دی » او نور همداسی موارد.

ښاغلی  برزگروایی ، دتخار ولایت امنیه قومندان همدارنګه خبرداری ورکړی دی که مو د نوموړو تدابیرو څخه تخطی وکړی، تاسو ته به دوسیی جوړی شی او بندی به شی .

نی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ـ دتخار ولایت دامنیه قومندان داخبری معلوماتو ته لاسرسی  دقانون ښکاره نقض بولی  د نی ددفتر اجرایی رئیس عبدالمجیب خلوتگروایی ، دتخار ولایت خبریالان باید آزادانه او بی‌پری ډول هر هغه څه چی پیښیږی، پوښښ ورکړی او نشریی کړی. د محدودیت وضع کول د هر ډول خبر پر خپریدو په حقیقت کی دمعلوماتو ته لاسرسی حق  قانون ښکاره او څرګنده  تخظی ویل کیږی .

نی همدارنګه  پدی باور دی چی خبریال ته  دمحدودیت وضع کول او هغوی ته یو حد او سرحد ټاکل خبریال  او رسنی ته دبیان  آزادی د اواز غلی کیدل دی نو ځکه دهیواد دکورنی چارو  وزارت څخه غواړی دتخار ولایت امنیه قومندان دخبرو په باره کی وضاحت ورکړی اومعلومه کړی هر هغه څه چی دا قومندان وایی دا د کورنیو چارو وزارت رسمی دریځ دی که نه . که چیری ځواب منفی‌ وی، دا وزارت باید قومندان ته یادونه وکړی چی هیڅوک په هر مقام کی چی وی نشی کولای قانون تر پښو لاندی کړی .