په دی وروستیو کی یو تن د تخار ولایت د پوهنتون یو استاد خپل دفیس بوک په پاڼه کی دبیان پر آزادی، خبریالانو او رسنیوپه اړه غیر مسؤلانه او غیر قانونی نیوکی کړی چی دهیواد دیوشمیر خبریالانو داندیښنی سبب شوی دی .

دتخار دپوهنتون یو تن استاد عبدالمعروف تفکری، خپل د فیس بوک به پاڼه کی پر ځینو رسنیو او خبریالانو باندی دجهاد اعلان کړی او خبریالانو او رسنیوته یی سپکاوی کړی دی .

دا په داسی حال کی ده چی ددی اونی په پیل کی انوارالحق احدی، د مالیی وزارت پخوانی وزیر او دافغانستان دملی جبهه رئیس په یوه غونډه کی ادعا وکړه چی ځینی رسنۍ دملی امنیت له لوری تمویل کیږی .

دازادی پر بیان برید کونکی اظهارات هغه وخت خپل اوج ته ورسیدی کله دافغانستان جمهور رئیس اشرف غنی څو موده وړاندی د اردو دسر تیرو سره په ناسته کی دهیواد رسنیو ته یی سپکاوی وکړ.

نی د دفتر په باور هرکله چی لوړ پوړی دولتی چارواکی لکه جمهور رئیس په خپلو ویناو کی رسنیو ته سپکاوی وکړی، ټیټ رتبهدولتی او غیر دولتی مسوولین خو به پر دی ګران بها ارزښتونو باندی دهیڅ ډول تعرض څخه ډده نه کوی .

د نی دفتر ، دتخار دپوهنتون داستاد تفکری وروستی خبری او بیا د انوارالحق احدی اظهارات او ښاغلی جمهور رئیس غنی وینا دافغانستان دبیان پر آزادی باندی صریح تعرض ګڼی او دافغانستان ملی یووالی دحکومت څخه غواړی چی رسنیو او دخلکو اساسی حق یعنی دبیان آزادی ته احترام وکړی .

موږ یو ځل بیا تأکید کو چی دبیان آزادی د هیواد دوګړو د اساسی حقونو څخه ده چی دافغانستان په اساسی قانون کی د هغه څخه په صراحت یادونه شوی ده . هر ډول تعرض پر دی ملی ارزش باندی خیانت دی او دافغانستان دنافذه قوانینو پر اساس تعرض کونکی باید څارنوالی ته ځواب ووایی .