دافغانستان دکورنیو چارو وزارت دیوی اعلامیی په ترځ کی د رسنیو په کارکی دنویو فنونوڅخه ګټه اخیستنه یعنی دهوا څخه انځور اخیستونکی کمری ” ډورن”د مطبوعاتو په کار کی منع اعلان کړی دی .
د نی دفترد ملی امنیت دشورای او دکورنیو چارو وزارت حکم سره لدی چی غیرقانونی بولی باید هر څه ژر پرخپل دی فیصلی باندی یو ځل بیا غور وکړی او د ډرون څخه په رسنیو کی پر ګټه اخیستنی باندی ممنوعیت له منځه یوسی .
دهوا څخه فلم اخیستونکی کمره نن ورځ په نړی کی په مطبوعاتو کی هم د سوداګریزو ابزارو او هم په عامه توګه ترینه پراخه ګټه اخیستل کیږی.
له بل پلوه کوم انځورونه چی د ډورن څخه رسنیو ته مخابره کیږی ډیر عالی کیفیت لری او یوه پراخه ساحه دپیښی دسیمی څخه ښیی چی دا د هیواد داساسی قانون د پنځوسمی مادی سره چی اطلاعاتو ته دلاسرسی حق ته مشروعیت وربخښی، شمیرل کیږی .
دامنیتی اندیښنو په صورت چی د ډورون څخه په رسنیزو کارونو دګټی اخیستینی په صورت کی دملی امنیت شورای کولای شی چی پوځی ځایونه دی څانګړی او ممنوع لاانځور اعلان کړی