داطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتی مرستیاله شیوا شرق درسنیو سره په خبرو کی ویلی دي چی هغوی پدی هڅه کی دي چی یو څارنیز کاری لارښود جوړ کړی ترڅو دنشراتو پر محتوای باندی څارنه یا نطارت وکړی.
داطلاعاتو او کلتور وزارت پداسی حال کی دنشراتو پرمحتوای دیوه څارنیز پلان په اړه خبری کوی چی درسنیو څخه نظارت دټولنیزو رسنیو د۴۳ مادی د۱ فقری ۳بند دټولنیزو رسنیو ددندو څخه شمیرل کیږی
نی دافغانستان د آزاد رسنیو ملاتړ اداره په دی باورده چی هیڅ بنسټ د داطلاعاتو او کلتور وزارت په شمول دا حق نه لری ترڅو پر نشراتو پرمحتوای باندی یو نوی طرزالعمل وضع کړی. دنی په باور که داطلاعاتو او کلتور وزارت داسی یو کار وکړی، دټولنیزو رسنیو دقانون خلاف کار دي او هیله لرو چی ددی کار شاته کوم نور موخی نغښتی نه وی.
نی په دی باوردی، که چیری داطلاعاتو او کلتور وزارت غواړی چی یو پیاوړی څارنیز لید پر رسنیو ولری، نو غوره داده چی دټولنیزو رسنیو کمیسیون رول ته ځانګړی ځای ورکړی هربل پلان د قانون خلاف کار دی او دنی دفتر له نظره دابه یو فشار پر رسنیووشمیرل شی.