پدی وروستیو کی یو لیک دحکومت درسنیو او داطلاعاتو دمرکز څخه دولتی او غیر دولتی بنسټونو دهوا دلاری دلارښود کمرو(Drone ) څخه دجمهوری ریاست(دارګ په حریم)کی ګته اخیستل درسنیولاس ته رسیدلی دی چی په هغه کی دلیری لاری کمره لرونکی الوتکی څخه دښمن ګټه وانخلی.
نی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ کونکی اداره په دی باور ده چی ددرون دکمرو څخه دخبریالی په نړی ګټه اخیستل کیږی او په یوه معمولی امر بدل شوی دی اودهغه څخه په پراخه اندازه ګټه اخیستل کیږی او رسنیو ته د ښه انځورونو او کم لګښت په برخه کی مرسته کوی؛ خو په نورو هیوادونو کی ددی کمرو څخه استفاده ځان ته ځانکړی قواعد او مقرری لری او پرځانکړو قوانینو باندی تعریف شوی دی اودا چی باید د کومو سیمو او ځایونو څخه انځور واخیستل شی ځانه ته تعریف لری .
د افغانستان حکومت په داسی حال کی د هوایی کمرو څخه منخنیوی کوی چی هیڅ مقرره او قاعده چی تعریف شوی وی پدی برخه کی وجود نه لری او دا امر دبیان دآزادی خلاف اصل دي او په ځینوموارد کی کولای شی معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی. که چیری دافغانستان حکومت غواړی چی ددی وسیلی څخه په قانونی ډول استفاده وکړی باید پدی هکله یوه مقرره جوړه او هغه تعریف کړی او اړتیا شته ترڅو دا مقرره پر حقوقی او دبیان آزادی پر اصولو باندی استوارو او وکولای شی چی رسنیز فعالیتونه سره مرسته وکړی او دبل پلوه وکولای شی چی حساس او محافظت شوی ټکی هم تعریف او څرګند کړی