کوم معلومات چی دننګرهار ولایت څخه رسیدلی دی ، یو پاکستانی خبریال چی دوی نیمی میاشتی وړاندی په غیر قانونی ډول افغانستان ته داخل شوی و،دامنیتی موظیفینو له لوری نیول شوی اودچنګاښ په ۱۶ په یوه سری محاکمه کی په څلور ګاله بند محکوم شوی دی.
دا خبریال چی فیض الله خان نومیږی اود ARY په تلویزیونی شبکه کی د رپورټر په صفت اوفعالیت درلوده کله چی غوښتل پرته له کوم قانونی اسناد او مدارکو څخه د افغانستان خاوری ته دننګرهار ولایت د مرزی لعل پور په ولسوالی کی دا منیتی موظفینو له خوانیول شوی و.
ویل کیږی دا ا خبرنگار دکورنی او بهرنی جرایمو پر ضد د څارنوالی له لوری دطالبانو سره اړیکو په درلودلو سره په افغانستان کی نیول شوی او دافغانستانمحاکمه ته حاضر شوی دی.
دافغانستان دازادو رسنیو څخه ملاتړکونکی اداره نی دافغانستان ددولت څخه غواړی ترڅو ددی خبریال دنیونی په اړه محاکمی ته وضاحت ورکړی.همدارنګه څرکنده کړی چی نوموړی خبریال دمحاکمی په دوران کی دوکیل د درلودلو دحق ،ترجمان دحق او سکوت حق او نورو حقونو څخه چی دعادلانه محاکمی شرایط دی درلودونکی و،که څنګه ؟
موږ همدارنګه دبهرنی خبریالانو څخه غواړو چی د افغانستان قوانین محترم وشماری او دغیر قانونی لارو څخه افغانستان ته وارد نه شید، تر څو دراتلونکو ستونزو او ننګونو څخه په امان وی.