نی دافغانستان دازادو رسنیو ملاړ اداره ، دیو تن رسنیز کارکونکی او مدنی ټولنی فعال په بغلان ولایت کی د ملی امنیت دمامورینو له خوا غیر قانونی بولی او په سختی سره یی غندی .

دبغلان ولایت یو تن درسنیو او مدنی ټولنی فعال عبدالنصیر غفاری تیره ورځ په خپل فیسبوکی پاڼه کی ددهنی غوری دولسوالی سقوط یا لویدل د طالبانو په لاس کی نیوکه وکړه  او دهغوی پر وړاندی یی دجدی مبارزی غوښتونکی شو، خو د امنیتی مامورینو نن سهار نوموړی وروسته له هغه چی وواهه هغه یی نیولی او وروسته له څو ساعته بیرته خوشی کړی .

عبدالمجیب خلوتگر، د نی ددفتر عمومیرییس پدی باره کی وویل :” د افغانستان اساسی قانون او نور دافغانستان نافذه  قوانینووګړو ته دا حق  ورکړی  چی د نظام څخه انتقاد وکړی او افغانستان پر حکومت هم  لازم ده چی د وګړو نیوکو ته رسیدنه وشی او دفساد پر وړاندی په ټینګه مبارزه وکړی  .”

د نی دفتر دملی یوالی دحکومت دمسوولینو څخه غواړی تر څو هر څه ژر داساسی قانون ناقضین وپیژنی، دهغه پرته دقانون نقض په یو معمولی امر بدل شوی او دولتی حاکمیت لازیات تر پوښتنی لاندی ځی .

د افغانستان پرحکومت لازمه ده چی دوهیوادوالو نیوکی په پرانستی او ورین تندی ومنی او په اداراتو کی د کمبودی او نواقصو په له منځه وړلو کی اقدام وکړی، نه داچی د نقد کوونکو ژبی بندی کړی .

نی، یو ځل بیا دملی یووالی دحکو مت دچارواکو او مسوولینو څخه غواړی تر څو ددی مدنی فعال د وهلو او نیولو اصلی دستور وروکونکی وپیژنی او دقانون پراساس هغه محکمی ته وسپاری .