‌   یو شمیر د جوزجان ولایت سیمیزو خبریالانو د کورنیو چارو وزارت دمحدودیتونو دوضع کیدو څخه داعتراض  په موخه خپلی خولی وتړلی .دا  خبریالان دجوزحان په  ولایت  کی وایی . چی د « کوم محدودیتونو چی دکورنیو چارو وزارت له خوا  وضع کړی دی خبریالانو ته  معلوماتو ته لاسرسی زمینه محدوده کړی ده .

د کورنیو  چارو وزارت  دوی اونی مخکی یو حکم لیک صادر کړی  چی دهغه پر اساس هیڅ یو دکورنیو چارو وزارت کوم منسوب  دا حق نه لری چی درسنیو سره مرکه وکړی او رسنیو ته معلومات ورکړی  وروسته لدی دستور لیک  څخه او معلوماتو ته دنه لاسرسی له کبله یوشمیر خبریالان  دمختلفو ولایتونو څخه دنی دفتر ته شکایت وکړ او شکایتونه یی درج کړی دی .

نی د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره یو ساعت  وروسته له هغه  چی دا دستورنامه دکورنیو چارو وزارت له لوری، خپل موقف‌ اعلام  کړی او دهغه ځینی برخی دمعلوماتو دلاسرسی دقانون مخالف بولی. د نی ددفتر رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی؛ کله چی دا دستورنامه یا حکم لیک  صادر شو، موږ دزیاتو ستونزو  شاهد یو.ددی دستورنامی صادریدل دخبریالانو دکار خنډ ګرځی  او دبل پلوه  د پولیس اړیکه دوګړو سره زیان وینی، ځکه زموږ په  باور پولیس دخلکو څخه لیری کوی ». نی د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره یو ځل بیا او په  تاکیدسره  دکورنیو چارو  وزارت څخه غواړی چی دا  دستورلیک  وارزوی‌.