د ۱۳۹۰ کال د زمری میاشتې په اته ویشتمه نیټه په غزنی ولایت کې د دهکده راډیو ودانۍ ته څیرمه د یوې چاودنې له امله څلور تنه ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول. د دهکده راډیو یو خبریال او د خپرونو آمر هم په دغو ټپیانو کې شامل دی. د دغې چاودنې له امله د راډیو دهکده د کارکوونکو د ټپی کیدو سربیره دغې راډیو ته د پام وړ مالی تاوان هم ورسید. د دهکده راډیو د خپرونو د آمر احمد سروش په وینا چې د دغې پیښې له ټپیانو څخه هم دی دغه چاودنه د راډیو دهکده د ودانۍ په ۱۰ متری واټن کې وشوه. د دې چاودنې له امله د راډیو دهکده د کړکیو ټولې شیشې ماتې شوې، او کمپیوټرونه، د مکسر دستګاه او د راډیو تخنیکی وسایل زیانمن شول. له نی سره په یوې مرکه کې ښاغلی سروش وویل: «زه او زما یو همکار د چاودنې په سیمه کې د راډیو ودانۍ ته څیرمه ولاړ ؤ.

هغه زیاته کړه: دا یوه کوچنۍ چاودنه وه او سیمې ته یې چندان تاوان ونه رساوه. پولیس له مونږ څخه وغوښتل چې ټول د پیښې له سیمې څخه لاړ شو ځکه چې د نورو چاودنو شونتیا هم موجوده وه. مونږ د پیښې له سیمې څخه د راډیو په لور روان شوی ؤ چې دویمه چاودنه هم وشوه او له امله یې زه او زما همکار ټپیان شو.» د راډیو دهکده مسؤولین ادعا کوی چې د دویمې چاودنې موخه راډیو دهکده وه. احمد فرید روستایی له نۍ د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ کوونکی سره په مرکه کې وویل: «سره له دې چې مونږ په خپلو خپرونو کې د ټولنې دینی او فرهنګی ارزښتونو ته پام کوو خو بیا هم نن په دغې راډیو دغه برید تر سره شو.» سره له دې چې هیڅ چا د دغو چاودنو مسؤولیت په غاړه نده اخیستی خو د افغانستان امنیتی چارواکی د دغې پیښې پړه پر طالبانو اچوی.