د پژواک خبری آژانس خبریال قطب الدین کوهی، چی د کب دمیاشتی پر ۹په فاریاب ولایت کی دامنیتی سرتیروله خوا وهل شوی دی ادعا کوی چی نوموړی وروسته له هغه چی ورته سپکاوی شوی دی دوسله په قنداق سره وهل شوی دی .

دفاریاب ولایت سیمیز مسوولین دنی دفتر درسنیو څار دفتر ته وویل چی پرخبریال باندی تاوتریخوالی کوونکی دپولیس له خوا نیول شوی دی .د فاریاب ولایت ویاند ویلی دی چی دری تنوامنیتی سرتیرو چی خبریال یی وهلی دی پولیس نیولی دی او ډیر ژر به د هغوی دوسیی څارنوالی ته ولیږدول شی .

دنی دفتر چی دآزادو رسنیو ملاتړ کوونکی اداره ده څو ځلی دحکومت څخه غوښتی دی ترڅو پر خبریالانو باندی زور زیاتی کونکی دی عدلی او قضایی بنسټونو ته وسپارل شی .

دنی ددفتر عمومی رئیسعبدالمجیب خلوتگر، په دی هکله وویل :” دفاریاب ولایت پولیس د قطب الدین کوهی،دوهلو ټکولو دعاملینو نیول یو مهم ګام په هیواد کی دقانون په بنسټ کولو کی اخیستی او دا تمه لرو چی دتاوتریخوالی عاملین عدلی او قضایی څانګو ته وسپارل شی او په یوه عادلانه محاکمه کی دی عدالت تامین شی . ”

یو شمیر زیات خبریالان دتاوتریخوالی او بد چلند لاندی ونیول شی او حتی وژل کیږی، خو دافغانستان حکومت پرته له څو محودو دوسیوڅخه نور هیڅ یوه دوسیه نه دی څیړلی .

د خبریالانو پر ضد د دوسیو نه څارل ددی سبب شوی دی ترڅو د هری ورځی په تیریدو سره دتاوتریخوالی آمار د خبریالانو پر ضد لا ډیر زیاتوالی ومومی .

دافغانستان د نی دفتر ، یو ځل بیا دفاریاب د ولایت دچارواکو څخه غواړی ترڅو دڅیړنو پایلی او دپژواک دخبریال دمحکمی د ډول څخه چی همدا اوس په توقیف کی قرار لری دخبریالی ټولنی او درسنیو ملاتړی اداری خبر کړی.