ادعا کیږی چی یو شمیر رسنی دفراه په ولایت کی ددولت دوسله والو مخالیفنو له لوری ګواښل کیږی. یو تن دیوی رسنی د مسوولینو څخه د نی درسنیو دڅار دفتر ته وایی چی ددوو اونیو راهیسی د طالبانوله خوا ورته ګواښ کیږی .

دا مسوول  چی د امنیتی دلایلو په سبب د هغه څه نوم نه اخلو وایی چی  ؛ “زموږ رسنی د فیسبوک دمختلفو حسابونو او همدارنګه دمختلفو شمیرو له لوری زموږ سره اړیکه ټینګوی او راته ګواښ کوی. خو په  دو وروستیو اونیو کی دا ګواښونه خپل اعلای حد ته رسیدلی دی  .

ددی  مسوولانو پر وینا، طالبان دخپل فیس بوکی‌ پاڼو کی دامنیتی ځواکونو شمیری په هغه نښتو کی چی ددواړ خواو له لوری تر سره کیږی نشر ته سپاری او دهمدی لاری رسنیو ته هم ګواښ کوی اودوی په خپل ګواښ کی ویلی دی که تاسو خپل نشرات  ونه دروی د هغه مسوولیت ستاسو خپله پر غاړه دی  نوموړی سرچینی دنی دڅار اداری ته وویل  چی دا ګواښونه  د فراه ولایت د مسوولینو سره په جریان کی ایښی دی هغوی هم لکه  طالبان ددوی حخه غوښتی دی ترڅو خپل د رسنیو نشرات “اصلاح کړی”.

په همدی حال کی دیوی بلی رسنی  مسوول ی دنی دڅار دفتر ته وویل ؛ چی دهغوی رسنی دیو ډلی له خوا چی ځان د دولت دمخالیفنو څخه شمیری ورته ګواښ کوی   . داسی ویل کیږی چی دفراه ولایت ټولی رسنی دمختلفو ډلو او طالبانو له خوا ګواښل کیږی  دټولنیزو رسنیو له لوری مختلف عکسونو او متنونو په خپرولو سره رسنیو ته ګواښونه  کړی

 

۲

په همدی حال ، ذبیح الله مجاهد چی ځان د طالبانو د ډلی  ویاند بولی ، په یو بل  متن کی رسنی چی په ټولنیزی رسنی خپور شوی دی  ویلی دی چی متنونه دهغوی له لوری ندی خپاره شوی، خو رسني باید نشرات یی دخلکو د دود او دستور پر اساس عیار شی .

په همدی حال کی ، نی د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره وایی  چی رسنیو ته ګواښ بشری حقونو او عام خلکو ته ګواښ دی او دولت مکلف دی چی دوګړو او رسنیو امنیت تامین کړی.

نی د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره هرډول ګواښ او ویره اچونه درسنیو پر وړاندی ، خلکو اودافغانستان  اساسی قانون ګواښ بولی  او دفراه  د سیمیز مسوولینو او همدارنګه د کورنی چار وزارت حخه غوښتنه کوی ترڅو پدی هکله تینګ او جدی کړنی تر سره کړی  .

دنی دفتر پدی باور دی چی   حتی طالبان داګواښونه  رد کړی هم وی ، په خپل دا د رد کولو متن خپله بیاهم رسنیو ته  یو ډول ویره خپور دی .  .