په کندهار ولایت کی دترهګرو له خوا په ځان وژونکو بریدونو کی چی دیو شمیرښاریانو دشهادت او ټپی کیدو سبب شول ددی ولایت دوتنه خبریالان هم شامل دی. دپژواک داژانس رپورټر بشیر احمد نادم او عبدالله دهیواد تلویزون سیمیز خبریال چی غوښتل ددی پیښی څخه رپوټ جوړ کړی ، چی د رپوټ جوړولو پر مهال یوه بله چاودنه کیږی په هغه چاودنه کی ښاغلی نادم دپښی دناجه څخه تپی او روغتون ته لیږدول کیږی.
ښاغلی عبدالله نیز پدی پیښه کی په سطحی توګه زخمی کیږی . دا دواړه خبریالان وروسته ددرملنی دروغتون څخه رخصتیږی.
د نی دفتر چی دخپلوکو رسنیو ملاتړ کونکی اداره ده دخبریالانو دکار پرمهال چی د ترهګری پیښو څخه زیان وینی خپله اندیښنه او خواشینی ښیی.
د۲۰۱۴ کال په خپلو لومړنی ورځو کی احمد شاهد چی دنوا رادیو یو خبریال دی دکابل په ښار کی په ښهادت ورسید.
نی د افغانستان دولت څخه غواړی ترڅو دافغانستان دخلکو دامنیت دتامین په موخه اوپه تیره بیا دخبریالانو دامنیت په ساتلو کی دهیڅ ډول مرستی څخه ډده ونکړی . دافغانستان دولت مکلف دی چی دخبریالانو دځان او مال امنیت تامین کړی چی په تیرو ۱۳ کلونو ونه کړای شوای چی خپل مکلفیت په صیح توګه ترسر کړی.
نو ځکه رپورټر دترهکرو دبریدونو څخه د رپوټ جوړولو پرمهال ترهرڅه مخکی دخپل ځان د امنیت ساتنه وکړی ځکه چی هیڅ ډول رپوټ د خبریال د ځان ارزښت نه لری.