دچهارشنبی په ورځ دبیدار د ورځپاڼی رپورټرقاسم مظفری دمزارشریف په شاخوا کی دناشناخته کسانو له خوا چی په چاقوباندی مسلح وه تر برید لاندی راغی او لاس او نس له ناحیی څخه په سختی سره ټپی شو.

هغه یی ډیر ژر روغتون ته ولیږی لومړی د هغه داکټرانو د نوموړی وضعیت ډیر بد وباله خو وروسته له څو ساعتونو څخه اوس یی روغتیایی وضعیت مخ پر ښه کیدو دی او کولای شی چی خبری وکړی.

د هغه کورنی وایی قاسم مظفری، دهیڅ چا سره دښمنی او یا خصومت نه درلوده او نه پوهیږی چی برید کونکی په څه سبب پرده حمله کړی او هغه یی ټپی کړی دی .

تر اوسه پوری څرګند نه دی چی نوموړی خبریال د خبریالی د کار په خاطر دبرید لاندی راغلی او ددی پیښی تر شا کومه بله خبره ده .

دبلخ ولایت امنیه قوماندان هم دا پیښه تاییدوی ، خو لا تراوسه ددی پیښی د عاملینو په باره کی څه نه پوهیږی .او وایی چی تحقیقات ادامه لری .

دنی دفتر چی دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ده پر دی خبریال باندی برید غندی او دخبریالانو پر وړاندی تاوتریخوالی داندیښنی وړ بولی .

دنی ددفتر عمومی رئیس عبدالمجیب خلوتگر، دبلخ ولایت د مسؤلانوڅخه غواړی چی هر څه ژر ددی جنایت کارانه پیښی عاملان وپیژنی او دقانون منګلو ته یی وسپاری هغه همداسی وویل:” دبلخ ولایت پولیس مکلف دی چی ددی خبریال پرځان برید څیړنی هر څه ژر تر سره کړی او څرګنده کړی چی ورځپاڼه لیکونکی په کوم دلیل تر برید لاندی راغلی او په څه سبب یی ټپی کړی دی “

مزار شریف دافغانستان دنسبتا آرامو ښارونو څخه شمیرل کیږی، خو خبریالان پدی ښار کی دچندان امنیت څخه برخمن نه دی،یو کال مخکی پدی ورځو کی دوه خبریاله د اونی په کمه موده کی دمزارشریف دننه په ښار کی په مرموز ډولووژل شول ، چی په خوښی سره د خبریالی پلوشه توخی، قاتل ونیول شوه خود بل خبریالخالد آگاه یعقوبی،قانل تر اوسه لا نه دی موندل شوی .