دتخار په ولایت کی دملکی تلفاتو اړوند او په تیره بیا دماشومانو دو ژنی په اړه چی د افغانستان حکومت دهوایی ځواکونو له لوری دخبریالانو له لوری خبرونه خپاره  شوی و چی دافغانستان حکومت دغضب سبب شوی دي.

دجمهوری ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح، پدی اړه خپل نطر ارایه کړی او ویلی دي کوم خبریالانو چی دماشومانو او ملکی وګړو  دمړینی په هکله خپل  نظروړاندی کړی ویلی دی چی ددی خبریالانو سره به قانونی چلند وشی .

داچی دهر چا سره  قانونی چلندصورت مومی، په خپل نفس کی ښه او نیک کار دي؛ خو هرکله چی دا کار دګواښ او ویری سبب شی، داکارد نافذه قوانینو خلاف کار دي. دافغانستان اساسی قانون د۳۴ مادی پر اساس دبیان آزادی دهر ډول تعرض څخه مصئون دي.

نه ښاغلی امرالله صالح،او نه بل هر څوک ددی حق لری نه لری چی  دخبریالانو په ویرولو لاس پوری کړی دنی په باور؛ هرڅوک چی په هر مقام او هر منصب کی  چی قرار ولری که چیری فکر کوی چی یو رپورټ اویا هم درسنی هر یو جوړ شوی مطلب د  حقیقت څخه لیری دی، باید اداطلاعاتو او کلتور وزارت رسنیزو شکایتونو ته دکمیسیون له لاری رسیدنه وشی. اوهر بل کړنه چی د قانون خلاف وی  باید قانونی څارنه وشی .

دبل لوری، هراقدام چی  پرفشار، ویره او ډار باندی ولاړ وی دهیواد دنافذه قوانینونو خلاف کار دي .

دنی دفتر ددی څخه اندیښنه لری داسی نه چی د افغانستان حکومت پرخپل فشارپه ځانګړی ډول پدی هکله زیاد کړی چی دا  کار کیدای شی چی دبیان پر آزادی باندی او معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی او دبیان آزادی چی د تیرو  20 کلونو کی لاس ته راوړنه بلل کیږی هغه دلاسه ووزی.

نی دجمهوررئیس او هم دهغه دلومړی مرستیال څخه غواړی چی پدی برخه کی خپل ملاتړ دبیان دازادی او معلوماتو ته دلاسرسی په برخه کی اعلان کړی د رسنیزی ټولنی اندیښنی ختمی کړی. چی پدی کار سره دخبریالانو او رسنیزی ټولنی د اطمینان سبب شی .