نن سهار ښاغلی داعی هغه وخت چی غوښتل دکور څخه دکار دفتر ته ولاړ شی دده دنقلیی  پر وسیلی باندی مقتاظیسی ماین د چاودنی له امله شهید شو .

دښاغلی داعی ورور مجتبی محمدی،  دهلمند په ولایت کی  چی دآلمان په رادیو کی خبریال دی هم پدی پیښه کی ټپی شوی دی.  دا چاودنه دهلمند ولایت د لشکرگاه ښار په لومړی حوزه کی تر سره شوی. دا پیښه پداسی حال کی تر سره کیږی چی دخبریالانو دځانی امنیت په هکله لازیاتی اندیښنی  وجود لری.

 

دافغانستان حکومت څو ځله د خبریالانو دامنیت دتامین په هکله  خبر ورکړی دی  خو تر اوسه کوم مثبتی پایلی نه درلودی نی، د حکومت څخه غواړی چی ددی دبشری ضد جنایت عاملین وپیژنی اودقانون  منګلو ته وسپاری.

همدارنګه حکومت باید دا دوسیه په  ټینګه  وارزوی او پایلی یی اعلان کړی.

دیادولو وړ ده چی پنځه ورځی مخکی دطلوع تلویزون پخوانی خبریال یما سیاوش او دو تنه نور  غیررسنیز همکاران په ورته پیښه کی په کابل  ووژل شول.