وروستی اونی په افغانستان کی ، دبیان ازادی او معلوماتو ته دلاسرسي ته بدترین اودتاوتریخوالي ډک اونۍ وه. درسنیو دڅار دفتر کی 10 مورده شکایتونه ثبت شوی دي، چی زیاتره ستونزی معلوماتو ته نه لاسرسي دي.

د پروان په ولایت کی یو خبریال د ددی ولایت دوالی دمرستیال  شاه ولی شاهد له لوری ددفتر څخه ایستل شوی دي او په خپل دي کړني سره نوموړی ته په هغه ناسته کی چی دپروان ولایت دپوهنتون مخامخ او هم د پروان – کابل عمومی سړک ترځنګ دځمکی دمالکیت پرسره وه خبریالانو ته  دګډون اجازه ورنکړه شوه.په یوه تازه پیښه کی کله چی دپروان ولایت آزاد خبریال شایق قاسمی دوالی څخه دمعلوماتو غوښتنه وکړه دنوموړی له لوري ورته سپکاوی وشو. په دوو نورو پیښو کی؛ په فاریاب ولایت کی دچاپار دآژانس او هم په شمال زون کی دفرحت خبری آژانس خبریاله او رحیمه یزدانی دصدای افغان آوا خبری آژانس خبریال، د۲۰۹ شاهین قول اردویاند محمد حنیف رضایی له لوری ورته سپکاوی او ګواښ شوی دي.

په یوه بله پیښه کی، میرمن رویا احدی دشهدا او معلولینو وزارت څخه دمعلوماتو له نه ورکړی په خاطر شکایت کړی دي.

په همدی حال کی دغور ولایت خبریالانوددی ولایت د عامه روغتیا وزارت څخه شکایت کړي دي او ادعا کوی چی دهغه کس په اړه جی په کرونا ناروغی اخته و او بیا تښتیدلی و کله چی راپور خپور کړ دسپکاوی او کواښ لاندی راغلل .

په همدی حال کی نی، دسولی دخبرواړوند دبیان دازادی په اړه اندیښمن دی .چی دوروستی اونی پیښو لانور هم پراندیښنو زیاتوالی راوړی دي.

نی؛ دافغانستان حکومت څخه غوښتنه کوی ترڅو ددی ډول موضوعاتوڅخه چی په جدی ډول مخنیوی وکړي اودخبریالی ټولنه ددی پروسي دپایلو څخه خبر کړي. نی‌، همدارنګه دمذاکره کونکو ډلو څخه غواړی چي په خبرو کي دبیان آزادی اودبشری حقونو ارزښتونه په نظر کی ونیول شی او د افغانستان خلکو ته اطمینان ورکړل شی چی دا موارد او دافغانستان دخلکو لاس ته راوړني له منځه لاړ نه شی او زیان ونه ویني .

 

نی د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره