ولسمشریزو او ولایتی شورای ګانو صندوقونو ته رای اچونه ډاکټر یوسف نورستانی رای پاڼی په اچولو سره رسمآ پیل شو. امنیتی ځواکونو په خپل پراخ حضور سره هڅه کړی ده ترڅو بشپړ امنیت راوړی. دافغانستان خلک نن د دریم ځل لپاره د رای ورکولو مرکزونو ته ولاړل چی خپل ولسمشر انتخاب کړی . د افغانستان وګړی سره لدی چی باران اوریده او هم ترانسپورتی ستونزی وی او درپوټونو په حواله په ځینو مرکزونو کی د رای ورکولو پاڼی لږ شوی.چی دټول ټاکنو د کمیسیون له خوا دا نقصیه حل شوه . په همدی حال کی دمیرمنو اوږدی لیکودا حقیقت بربنډ کړ چی د طالبانو ګواښونه ونه کړای شوای چی د ښځو د ګډون څخه په ټاکنو کی مخنیوی وکړی .حتی ډیرو زړو ښځو هم د رای ورکولو په مرکزونو کی خپلی رای اچولی دی.
همدارنګه د پیغامونو لیږل د موبایل له لاری د نن سهار راهیسی پری شوی دی ، د امنیت ملی ریاست د کورنیو چارو وزارت، د شکایتونو کمیسیون دا خبر رد کړی دی چی ګواګی د پیغامونو پری کول ددی ارګانونو کار وی خو تر اوسه ځانګړی شوی ندی چی ولی او د چا له خوا او دچا په دستور د هیواد مخابراتی کمپنی ته صادر شوی دی.
همدارنګه د رای ورکولو د مرکزونو د نه شتون څخه هم شکایتونه وجود لری چی د خپلواک کمیسون له خوا اطمینان ورکول شوی دی چی دا مساله به ډیر ژر حل شی.
د طالبانو د وړو بریدونو څخه هم د هیواد په سهیل، ختیځ او شمال کی ځینی رپوټونه په لاس کی دی خو دا بریدونه ونه کړی شوی چی دټول ټاکنو پروسه مختل کړی د یادولو وړ ده چی د ناظرانو ، کتنونکو او رسنیو حضور د نن ورځی د ټاکنو د سلامتیا ضامن دی.
نن هم دوو تلویزونو په غیر قانونی ډول د ریاست جمهوری ددو نوماندانو په ګټه تبلیغ کړی چی د خپلواک کمیسیون د رسنیو څانګی کمیسون په جریان دی.
نی چی دافغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ کونکی اداره ده د انتخاباتو د خپلواک او شکایتونو د کمیسیون څخه غواړی چی د ورځی تر پایه پوری خپل دندی په ښه ډول سره ترسره کړی اواجازه ورنکړی چی ناوړه ګټه اخیستونکی د انتخاباتو جوړیدل د ستونزو سره مخ کړی.
رسنی باید د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رسنیو دبرخی قانونی موازین او دفعالیتونو د تنظیم لایحه په ټینګه رعایت کړی او پریږدی چی خلک خپله د هیواد د جمهور ریس په ټاکنه کی تصمیم ونیسی .په عمومی صورت د هیواد ټول ټاکنی په ښه ډول مخ ته تللی او دخلکو حضور د وخت په تیریدو سره هر ساعت زیاتوالی موندلی دی.