د ۱۳۹۰ کال د زمری په شپږمه نیټه یوه ځان مرګې ډله د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې په یوې دولتی ودانۍ ورننوتله. د ملی راډیو ټلویزیون سیمه ییز استیشن او د محلی حکومت یو شمیر سیمه ییزې ادارې هم د همدې ودانې دننه موقعیت لری.

امید خپلواک د پژواک د خبری آژانس او بی بی سی خبریال هم د برید پر مهال د ملی راډیو ټلویزیون په ودانۍ کې ؤ او (طبق معمول) د دیجیتالی اډیت وسایل یې کارول. کله چې ځان مرګی برید کوونکی دغې ودانۍ ته دننه شول خپلواک له خپل ګرځنده ټلیفون څخه یو لیکلی پیغام خپل ورو ته واستاوه او په دې پیغام کې یې لیکلی ؤ چې ژوند یې په خطر کې دی او وروسته یې په بل پیغام کې لیکلی ؤ: «زه لاړم، راته دعا وکړئ». د دغې پیغام له لیږلو څو ساعته وروسته یې له ورو سره تماس ونیول شو او ورڅخه وغوښتل شول چې راشی او د خپل ورور جنازه یوسی. یوولس مرمۍ او چرې د خپلواک په لاس، پښو او سینه لګیدلې وې. سره له دې چې په لومړی سر کې داسې انګیرنې موجودې وې چې ګواکې ښاغلی خپلواک د برید کوونکو له خوا چې ودانۍ ته ننوتلی ؤ وژل شوی دی خو تر اوسه نده معلومه شوې چې آیا خپلواک د ځان مرګو برید کوونکو د مرمیو او چاودنو له امله ومړ او یا د افغانو او بهرنیو ځواکونو او برید کوونکو تر منځ په جګړه کې یې ژوند له لاسه ورکړ. بی بی سی له ناټو څخه وغوښتل چې دغه قضیه تعقیب کړی او ناټو هم په دې اړوند د څیړنو ژمنه وکړه.

. د خپلواک کورنۍ تر اوسه لا هم د دغو څیړنو د پایلو د اعلان په تمه ده. د امید خپلواک د وژل کیدو خبر یو ځل بیا د خطر زنګ وواهه او هم یې په ډاګه کړه چې خبریالان په افغانستان کې په خطر کې دی. د هیواد د خبریالانو ټولنې او نهادونه له دولت څخه غواړی چې د خبریالانو شغلی او ځانی خوندیتوب تضمین کړی.