د۱۳۹۸ کال د چنګاښ دمیاشتی پر ۱۴ دجمعی په ورځ یو شمیر خبریالانو چی غوښتل د افغان ترک پر ښوونخی دبرید څخه خبر او راپور ورکړی او دهغه خبری پوښښ په موخه سیمی ته تللی وه دپولیس دسرتیرو له لوری د پولیس دسپکاوی سره مخ شول.

دآریانا نیوزخبریال سمیع جهش  د رسنیو دڅار دفتر ته وویل ؛ د امنیه قومندانی  د مرستیال ساتونکو په ډیر سپکاوی او دتاوتریخوالی ډک چلند سره دده مبایل اودفلم اخیستینی کمره اخیستی ده

په همد ی حال کی طلوع نیوز تلویزیون د خبر مسوول خپل ټولنیزو رسنیو په پاڼه کی لیکلی دی چی دطلوع نیوز خبریال هم دهماغی ورخی په تاوتریخوالی چی پر افغان ترک ښوونځی یی برید کړی هم دپولیس دزور زیاتی سره مخ شوی دی  .

وروسته له هغه چی نی دکورنیو وزارت دچارواکوسره خبری وکړی د آریانا نیوز کمره او دخبریال تلیفون یی بیرته ورتسلیم کړ.

نی د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره د   پولیس چلندیی د قانون خلاف بولی  او دکورزنی چارو وزارت څخه غوښتنه کوی چی دا مورد په کلکه وڅاری  . دنی دفتر اجرایی رئیس عبدالمجیب خلوتگروایی  ؛ سره لدی دکورنی چارو وزارت ددی موضوع دڅارنی څخه خبر راکړی دی خو زموږ غوښتنه داده چی دپولیس دا غیر قانونی سلوک  باید په کلکه وڅیړل شی او څارنی پایلی په  عام ډول خپور شی.

د کابل  افغان ترک پر ښوونځی د۱۳۹۸ کال د چنګاښ دمیاشتی پر ۱۴ دجمعی په ورځ یو شمیر امنیتی ځواکونو  یی محاصره کړی و چی خبریالان ددی پیښی دخبر جوړولو په موخه هغه سیمی ته تللی و چی دهغوی یو شمیر دتاوتریخوالی سره مخ شول .