د فرانس پرس (AFP)دخبری آژانس موټر چلوونکی اختر محمد، پرون یکشنبه د سرطان ۳۱ کله چی دکور څخه ددفتر په لوری روان و دکابل دهوایی ډګر په څلور لاری کی  دیوه ځان وژنکی برید په ترځ کی په شهادت ورسید.

هغه ۱۰ کاله د فرانس پرس  په آژانس کی کار کړی و او داحتر محمد همکاران وایی چی دهغه څخه څوزامن او لوڼی پاتی دی.

د روان  لمریز کال راهیسی تر اوسه ۱۴ رسنیزه کارکونکی ،۱۲ خبریاله او ۲ دامنیتی او ترانسپورتی برخی کارکونکی شهادت ته رسیدلی دی .

د نی ددفتر رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی: “د افغانستان حکومت د قانون پر اساس دټولو خلکو دځان دساتنی او په تیره بیا دخبریالانو چی ډیر زیانمنونکی  دی  مسوول دی . موږ هیله من یو چی دهیواد درسنی دکورنی وروستی قربانی وی  او حکومت  یو منظم پلان دتروریستی بریدونو دمهار او هم دخبریالانو دساتنی په موخه تر لاس لاندی ونیسی . ”

تیر لمریز کال تر دی ورځی پوری ۸ پرحال او ۱  مستعفی  خبریالان وژل شوی و.

دنی دفتر نی چی د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره  ددی ترڅنګ چی دخبریالانو او  دوژنی څخه خواشینی ښیی یو ځل بیا تاکید کوی چی دافغانستان حکومت باید  دخبریالانو دساتنی او مصوونیت په خاطر ځانګړی کړنی تر لاس لاندی ونیسی. تر څو تردی  زیات د افغانستان دخلکو او په تیره بیا دخبریالانو او رسنیزو کارکونکو  د وژل کیدو شاهدان ونه اوسو  .

د یکشنبی په ځان وژنکی برید کی چی دهوایی ډګر په څلور لاری کی ترسره شو د اختر محمد ترڅنګ ۱۴ تنه نور وطنوال هم شهید او ۶۰ تنه نور هم ټپیان شول.