محمد آصف حکیمی یو دسیمیزو عکاسانو څخه چی دتخار درستاق په ولسوالی کی دتلی دمیاشتی پر ۲۱ په یوه ټاکنیزی غونډه کی، په شهادت ورسید.هغه  ۱۵ کالو راهیسی په  عکاسی او انځور اخیستو په کار کی اخته و او دخپلی کمری سره  د سیاسی او فرهنگی غوندو کی حضور درلود .دښاغلی حکیمی شهادت یوه غته  ضایعه دتخار ولایت  کی شمیرل کیږی  دا په داسی حال کی دی  چی نن  شنبه دتلی دمیاشتی ۲۱ یو انځور اخیستونکی د ترکیی داخلاص دخبری آژانس  څخه دنا پیژندل شوو وسله والو کسانو له لوری دکابل ښار په ۱۸ حوزه کی ددشت برچی په سیمه کی د وهلو ټکولو لاندی راغلی دی .

ټاکنو ته په نژدی کیدو سره دا  پروسه دطالبانو دګواښ سره مخ کیدو اوهم دا پروسه موخی ګر زیدل  دخبریالانو امنیت ، انځوراخیستونکی او عکاسان او په ټولیزه توګه هغه کسان چی دکار طبیعت رسنیز وی په خطر کی لویدیلی دی .

نی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ددی عکاس شهادت یوه غټه ضایعه بولی  او دافغانستان حکومت څخه غواړی چی دهیواد رسنیزی ټولنی ته اطمینان ورکړی چی دتاکنو پرمهال  دخلکو او په تیره بیا د خبریالانو امنیت  باید تامین شی .

دیادولو وړ ده چی دنن ورځی په چاودنه کی  دتخار د رستاق په ولسوالی د ټاکنیز کمپاین پروخت، ۱۹ تنه زموږ هیوادوال شهیدان او ۵۰ تنه نورټپیان شول .