د هغه ارقامو پراساس چی دنی درسنیزو څار په دقترکی ثبت شوی دی په افغانستان کی درسنیزو خبریالانو او کارکونکو په وژنو کموالۍ منځ ته راغلی دي. دا ارقام ښیی چی په ۲۰۱۹ میلادی کال کی ۱۰ تنه خبریالان او رسنیز کارکونکي وژل شوی دي .پداسی حال کی چي په ۲۰۱۸ میلادی کال کی ۲۰ خبریال او رسنیز کارکونکو خپل ځان له لاسه ورکړی دي .

د نی په آند، دترهګرو بریدونو کموالی  او دخبریالانو نه لاسرسی جګړیزو سیمو او دجګړی لیکو ته اوهم دخبریالانو او رسنیزکارکونکو  دترهګریزو پیښو پر مهال، تیرو ترخو تجربو څخه پند اخیستل او مسلکی کړنو په نظر کی نیول ، دا هغه عاملونه دي چي دوژنو دکموالی سبب شوی دی.

دنی دفتر اجرایی رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی : «په خوښی  سره چی سوکال د خبریالانو په وژنو کی دکموالی شاهد یو خو دبل پلوه په همدی روان میلادی کی  کال کی  د لسو تنو خبریالانو او کارکونکو د وژل کیدل  په اړه هم اندیښمن یو.»

نی د افغانستان  د حکومت  څخه غواړی، چی  باید پرخبریالانو باندی  د تاوتریخوالی عاملان، کوم چی نیول شوی دی هغوی  باید خپل جزا ته ورسیږی .