دپنجشنبی په ماښام د وری پرپنځمه دنګاه دخصوصی تلویزون دپروګرامونو چلونکی ، امید پویا ددولسمی ناحیی په سیمه کی د درو تنو له خوا وهل شوی او ځورول شوی دی .

دنګاه تلویزون مسوولینو د نی دفتر ته ویلی دی چی دا همکار یی کله چی ماښام د خپل د حملی موټر یی دبرچی په سیمه کی څخه پیاده شو، دری ځوانو کسانو دده مخه نیوله او د هغه څخه یی پوښتلی دی چی دنګاه په تلویزون کارکوی؟ کله چی امید وویل هو! هغه وهلی ټکولی وروسته له هغه چی نوموړی ټپی کړی بیا یی خوشی کړی او تښتیدلی دی .

دوی ورځی مخکی د امید پویا کورنی د امنیتی وضعیت له خرابیدو له امله هیله کړی وه چی ددی موضوع د رسنی کیدو څخه ډډه وکړی.

دنی دفتر چی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ده درسنیزو پر کارکوونکی باندی برید وحشیانه بولی او دا وحشیانه جنایت په سختی سره غندو . څو میاشتی وړاندی هم د ۱۳ حوزی په مربوطاتو کی یو خبریال وهل شوی و، ددی حوزی مسوولینو ژمنه کړی وه چی ددی تاوتریخوالی عاملین وپیژنی ،او ونسی، خو داسی ونه شوه .

د خبریالانو پر وړاندی تاوتریخوالی د پخوانه په افغانستان کی دوام درلود، خو ډیر لږ ددی تاوتریخوالی عاملان مجازات شوی دی .

موږ یو ځل بیا د ملی یووالی د حکومت څخه غواړو چی پرخپل ژمنو چی د بیان دازادی څخه ملاتړ دی عمل وکړی او اجازه ورنکړی چی زیاتره تر دی پر خبریالانو او رسنیوباندی برید له امله دحکومت حاکمیت تر پوښتنی لاندی راولی.

تیر شمسی کال په ۱۱۶ مورده تاوتریخوالی خبریالانو او رسنیزو کارکونکو لپاره یو خونړی کال تیر شو.نی هیله لری چی ۹۴ کال بیا تکرار نه شی ، خو دخبریالی ټولنه د ۱۳۹۵ کال په لومړی اونی کی پر امید پویا باندی دکابل په ښار کی دوهلو ټکولو او دننګرهار په ولایت کی د اراکوزیا درادیو د سوځیدو شاهدان شول.چی ددی وضعیت دوام دافغانستان دخلکو لپاره د زغم وړ نه دی .