یو شمیر خبریالانو او مدنی فعالین په یوه اړیکه کی د ٣٠ تنودمدنی فعالینواو خبریالانو د نیونی حکایت کوی .

ددی خبریالانو پر وینا ددی نیونو دلیل دوږی په ۸ د دوشنبه په ورځ د محمد اشرف غنی، دافغانستان جمهوررئیس سفر دبامیان ولایت ته و.

داکسان دجمهوررییس غنی د حضور پرمهال په بامیان کی داعتراض څخه دمخنیوی په خاطر نیول شوی دی

دا کسان دبامیان دوالی ښاغلی ظهیردبامیان د والى په دستور دهغه ولایت دملی امنیت له خوا نیول شوی وه .

چارواکی دنیونو د تأیید تر څنګ ویلی چی دا سیمیز خبریالان به د ښاغلی غنی دسفر تر پایه پوری په بند کی پاتی وی .

دنى دفتر ددی خبریالانود قیداوشرط پرته او په بیړنی توګه د هغوی د خلاصون غوښتنه کوی او غواړی چی ددی نیونو عاملین باید دخپلو قانون ماتونکو نیونو ځواب ورکړی .

دافغانستان اساسى قانون دمظاهرو او سوله ایز اعتراضاتو حق دافغانستان د هر ښاری حق بولی او هغه یی په رسمیت پیژندلی دی .