دافغانستان حمهور رئیس محمداشرف غنی، تیره شپه د  دلیندی څلورمه  کله چی د ښځو پر وړاندی دتاوتریخوالی  دله منځه وړلو له کبله شپاړلس ورځنی کمپاین پر مهال ځینی تورونه د نی دافغانستان دا آزادو رسنیو ملاتړ اداری باندی وارد کړل.ښاغلی غنی وویل : «یو بنست چی نی نومیږی  څو ورځی مخکی  ادعا کړی ده  چی دخبریالانو پروړاندی دتاوتریخوالی دوسیو ته رسیدنه نه ده شوی  .دلوی څارنوال او  صافی صاحب (دا طلاعاتو او کلتور وزارت وزیره میرمن حسینه صافی)، څخه غواړم چی ددغه خلکو سره خبری وکړی  کوم چی دلته راخی یو څه وایی او کله چی ددی ځای وزی بل څه وایی لازمه ده چی  ددوی موخه واضح شی» د نی دفترهر هغه څه چی دجمهور رییس له لوری ویل شوی دی بی اساس ګڼی. دنی د دفتر په اند، کوم معلومات چی جمهور رئیس د هغه پر اساس دا ډول تورونه تړلی دي، صیح نه دی او جمهو رییس ته په ناسمه توګه مخابره شوی دی.

نی خپل ټولی خبری دهغه  آمارو او ارقامو پر اساس چی دڅیړولو په پایلی کی راټول شوش وی ارایه کوی.دبل پلوه؛ بیا دنی هیڅ مسوول اونماینده جمهوررییس ته  مراجعه نه ده کړی  او هیڅ  ډول ارقام  دتاوتریخوالی په اړه هغوی خدمت ته ندی ارائه کړی.

دنی په باور چي تعریف شوی بنسټونه وجود نه لری چي دخبریالانو پر وړاندی ځواب ویونکی وی.اونی خپل مسوولیت ګڼی چی نوموړو بنسټونو ته په مراجعی سره د ځواب ویلو زمینه برابره کړی .نی هم جمهوررییس اوهم نی دا سپکاوی  بولی تر څو  دتاوتریخوالی په اړه ددی اویا بل مقام ته وضاحت او رپوټ ورکړی . د نی موخه او دریځ ، دهیواد دنافذه قوانینو پراساس روښانه او څرګند دي. نی د بیان  آزادی او دموکراسی ته په وده ورکولو سره خپل ټول فعالیتونه په موخیزه ډول مخ ته وړی. دبشری حقونوکی یوه هم دبیان ازادی ته  وده ورکول دی چی دا دنی یو بشپړ او هر اړخیزه موخه ده.

نی همدارنګه لوی څارنوال او محترم اطلاعاتو او کلتور وزیرته دموضوع دڅیړلو په اړه ښه راغلاست وایی ترڅو  دمحترم جمهوررییس د ادعا او هم جمهوری ریاست دارګ د ذهنیت دروښانه کولو په موخه حاضر دی  او خپل ځان مکلف بولی ترڅو هر هغه څه چی ویلی او بیان کړی دی، اړونده اسناد به ددي دوو مقامونو حضور ته ارائه کړی که چیری دنی دادعای پر اساس ، اړونده اسناد موجود نه وی، نی حاضر دي هر هغه څه چی په  قانون کی  صراحت لری هغه ته  غاړه کیښږدی.

نی همدارنګه په همدی اړه غواړی هر هغه څه جمهوررئیس د نی پروړاندی بیان کړی دي که چیری  ثابت نکړی، هغه لوړ مقام باید د نی او خبریالی ټولنی څخه بخښنه وغواړی او قانون ته غاړه کښیږدی.