‌   هیڅ رسنی نشی کولای دکمیسیون اعتبار لیک لاس ته راوړی ، خوهغه رسنی چی دفعالیت جواز یی تمدید شوی وی.

دافغانستان دټاکنو خپلواک کمیسیون ددی مطلب په بیان سره ویلی دی چی درسنیو څخه یی غوښتلی وچی رسنی  باید دولسی جرګی د ټاکنیزو خبرونو ته دپوښښ وکولو په موخه چی دکمیسیون اعتبار لیک  دلاس ته راوړولو په خاطر خپل تمدید شوی رسنیزدفعالیت جواز دکمیسیون مرکزی دفتر او هم ولایتی کمیسیونونو ته ارایه کړی.

له هغه ځایه چی داطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی و چی دټولو رسنیو څخه یوازی ۳۰۰ رسنیو دجمهور رییس له حکم څخه وروسته خپل درسنی  دفعالیت جواز د تمدید په موخه، خپل مالیاتی حسابونه تصفیه کړی دی  .

دا په داسی حال کی ده چی د ټاکنو دخپلواک کمیسیون د ویاند  حفیظ الله هاشمی په وینا هیڅ رسنی پرته د جواز له تمدیده نه شی کولای ددی اعتبار لیک څخه ګټه واخلی .

په همدی  حال کی اوس هم ۲۰۰ رسنی دامنیتی، مالیاتی او یا هم دلیری واټن له کبله ونه شوی کړی چی خپل د رسنۍ دفعالیت جواز تمدید کړی.

نی د ټاکنو دخپلواک کمیسیون  څخه غوښتنه کوی تر څو هغه رسنیو ته چی دفعالیت جواز یی ندی تمدید شوی خو په سیمه کی پیژندل شوی رسنی دی ، اعتبارلیک ورکړی.

نی باور لری چی هغو رسنیو ګی تر اوسه پوری خپل جوازونه، تمدید کړی نه دی ددی پروسی سره  به یوځای شی اوقانونی  مسوولیت به ډیر ژر ادا کړی .