دفراه ولایت  ددنیای نو پرراډیو تلویزیون  باندی دلاسی بم په غورځولو سره تر برید لاندی راغی.  ددنیای نو دراډیو تلویزیون  مسول مدیر ابراهیم محمدی درسنیو دڅار دفتر ته وویل، دوشنبه دوری ۱۲دغرمی وروسته دری بجی ناپیژاندو کسانو دلاسی بم په اچولو سره چی ددنیای نو درادیو تلویزون په غولی کی لویدلی چی په خوښی سره چاته ځانی زیان نه دی رسیدلی .

اوس طالبانو د هغه مسئولیت په غاړه اخیستی دی . ښاغلی محمدی وایی   مخکی لدی څو ځله د طالبانو له ډلی له لوری ګواښل شوی دی او دبم اچول دراډیو تلویزون باندی ددی رسنی دکارکونکو دناامیدی سبب او اندیښنۍ سبب شوی دی .

نی د افغانستان  دازادو رسنیو ملاتړ اداره دا برید دبیان ازادی بیان  پر وړاندی برید ګنی او دامنیتی بنسټونو څخه غواړی ترڅو دفراه ولایت د رسنیو دامنیت دتامین پر وړاندی بیړنی اقدام وکړی .

د نی ددفتر رییس عبدالمجیب خلوتگروایی ،  په خواشینی سره موږ درسنیو پر دفترونو باندی دموخی لرونکو بریدونو دزیاتوالی شاهدان یو، پر سنیو باندی برید یعنی د دبیان پر  آزادی باندی برید نو ځکه موږد حکومت څخه دقانون په اساس په جدی ډول غواړو چی رسنیو دساتنی او مصوونیت په موخه یو ځانکړی دکار شیوه او تدابیر تر لاس لاندی ونیسی .

د نی دامارو او ارقامو پر اساس په ۱۳۹۷ کال کی ۹ موخی لرونکی بریدونه دحکومت دمخافانو له لوری دافغانستان پر رسنیو باندی شاهدان  و چی په خواشینی سره  ددی کارونو عاملان هیڅ یو هم نحکمی ته ندی را کښ شوی .