یو شمیر خبریالان دیوی ناستی په ترځ کی اطلاعاتو ته د لاسرسی حق دقانون د تصویبدو غوښتونکی شول. داخبریالان چی شمیره یی سلو تنو ته رسیده د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړ کوونکی دفتر( نی )کی سره راټول شوی و، چی اطلاعاتو ته دلاسرسی د قانون دنه شتون له کبله دکومو ستونزو سره مخ دی تر څیړنی لاندی ونیول.
وهل ټکول، سپکاوی او حتی دخبریالانو نیول هغه موارد دی چی په دی ناسته کی د هغه یادونه شوی ده پدی غونډه کی ویل شوی دی چی داطلاعاتو قانون ته د لاسرسی حق له امله ددی سبب شوی دی تر څو خبریالان د حکومتی مسوولینو او امنیتی ځواکونو له لوری دداسی ستونزو سره مخ شی.د لمر دتلویزون خبریاله وږمه بابکرخیل، چی یوه ددی غونډی ګډون کوونکی ده وایی:” اطلاعاتو ته دلاسرسی حق قانون زموږ (خبریالانو) داساسی حقونو څخه دی چی باید دا حق موږ ته را کول شی.
موږ باید دخپل حق څخه دفاع وکړو او اجازه ورنه کړو چی خبریالانو له دی نه زیات دتاوتریخوالی لاندی راشی ، کوم خبریالان چی باید وهڅول شی هغوی په ډیرو سختو حالاتو کی په رپوټ ورکولوباندی اخته دی ، اوپر دوی باندی هره ورځ زور زیاتی صورت مومی.”
د (سپورت د۳ شبکه ) خبریال ایمل کمال وویل:” اطلاعات رسول درسنیو خواړه دی رسنۍ او خبریالان داطلاعاتو ته دلاسرسی حقد قانون پرته نه شی کولای چی بشپړ لاسرسی پر حق پیدا کړی.او داطلاع رسونی کار نیمګړی پاتی کیږی .که چیری اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون تصویب او توشیح نه شی، په حقیقت کی نشو کولای چی خپله دنده په ښه وجه ادا کړو.”دغونډی په وروستی برخه کی پدی خبری سره صلاح شول چی د وږی دمیاشتی پر ۲۷ دسپتامبر پر۱۸ دچهارشنبی په ورځ دا ډله دیوشمیر نورو خبریالانو سره یوځای یوه د پارلمان پر وړاندی د خلکو د منتخبو استازو څخه وغواړی ترڅو حکومت دی ته اړ باسی چی ددی قانون طرح د تصویب په موخه پارلمان ته ولیږی.
دیادونی وړ ده چی اطلاعاتو ته دلاسرسی حق قانون د تیرو دوکلونو راهیسی په دولتی اداراتو کی سرګردانه پروت دی دنی دافغانستان دخپلواکو رسنیو ملاتړ کونکی دفتر دمعلوماتو په اساس دا قانون اوس مهال دوزیرانو په شورای کی دی او ځینی وزیران ددی قانون د تصویب څخه مخنیوی کوی .