ټاکني درسنیو له لاری ټولیزی کیږي او ټاکنیز معلومات درسنیو دکړکیو له لاری خلکو ته رسیږي. نو ځکه دخبریالانو دامنیت او مصوونیت تامین دټاکنی په ورځ، باید دامنیتی ارګانونو په لومړیتوبونو کی قرار ولري.

داچی دشنبی په ورځ  دتلي دمیاشتي پر شپږمه د افغانستان خلک صندوقونو ته د راتلونکي جمهوررئیس‌ دټاکني په موخه ځي . واضح ده چی دا پروسه باید شفاف ،رڼی او دمنلو وړ وی. رسني نوموړی پروسی ته دپوښش ورکولو په موخه کولای شي ټاکنو ته ړنتوب او اعتبار ور وبخښی .

په همدی حال کی ،امنیتی وضعیت ته په کتلو سره، خبریالانو او رسنیو ته ګواښونه   هم  وجود لری . نی د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره دامنیتی بنسټونو څخه چی دامنیت په ساتلو کی شامل دي، غواړی چی درای ورکولو په مرکزونو کی دخبریالانو امنیت او مصوونیت ته ځانګړی پاملرنه وکړی او دقانون پراساس دخبریالانو سره همکاری وکړی.

نی همدارنګه دټول هیواد درسنیو دمسئولان څخه غوښتنه کوی چی دخپل کارکونکو دامنیت په ساتلو کی دخبری پوښښ پرمهال هغوی د ګلولی ضد جامو باندی سمبال کړی  او بیا یی سیمی ته ولیږی او خبریالان باید خپل تول قوانین مراعات کړی یعنی دخبریالانو اخلاقِ موازین وساتی . یعنی په پوره صداقت او بی پري ډول ټاکنو پروسی ته پوښښ ورکړی .