دبیان دآزادی څخه باید ساتنه وشی اوپه ملی غونډو کی نباید دا ارزښت ترپښو لاندی شی

کله چی په کابل کی دسولی مشورتی جرگه‌ کی دزرهاو تنو ګډون کونکوپه حضورکی  دایره شوه. ددافغانستان جمهوررییس  محمداشرف غنی، پر وړاندی، یوی ګډون کوونکی د  بلقیس روشن په نامه ،ددی  شعار په لوړولو سره چی « جنایت کارو طالبانوته  باج مه ورکوی » غوښتل یی چی خپل د اعتراض‌ غږ جک کړی ، خو دزور زیاتی سره مخ شول او اجازه ورنکړل شوه  چی خپل آواز اوچت کړی .

هغه څه چی ددی پیښی څخه څرګندیږی، هغه دافغانستان د اساسی نافذه قانون خلاف کار دی. دافغانستان د اساسی قانون  ۳۴ ماده ،د بیان آزادی د هرډول تعرض څخه مصئون ګڼی.

دنی  دفتر د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره  دافغانستان  حکومت او جمهور رئیس څخه غوښتنه کوی چی ددی  قضیی دڅیړلو په موخه، شرایط او لازم اوامر ترتیب او صادر کړی. دنی په باور، نباید ددی موضوع څخه په  آسانی تیر شو، ځکه چی دسولی مشورتی جرگه‌ ګډون کوونکی د خپل لید لوری د بیان په موخه سره را ټولیږی که چیری داسی نه کیږی بیا نو ددی جرګی دجوړیدو منطق له منځه ځی.