په ډله ییز ځان مرګی برید کې د پژواک د خبری آژانس او بی بی سی د خبریال وژل کیدل

د ۱۳۹۰ کال د زمری په شپږمه نیټه یوه ځان مرګې ډله د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې په یوې دولتی ودانۍ ورننوتله. د ملی راډیو ټلویزیون سیمه ییز استیشن او د محلی حکومت یو شمیر سیمه ییزې ادارې هم د همدې ودانې دننه موقعیت لری.