د رای اچونی پروسی پایله

افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی د رایې ورکولو وخت په پنځو بجو پای ته ورسېد، خو هغه کسان چې په کتارونو کې ولاړ دی کولای شی خپلې رایې وکاروی او د ټاکنو کمېسیون کارکوونکی چمتو دی چې هغوی ته اسانتیاوې برابرې کړی. ټاکل شوې وه د رایې ورکولو بهیر د سهار په اوو بجو…

په ټول هیواد کی د رای اچونی د مرکزونو په پرانستلو سره د ښځو حضور د وړاندوینی وړ نه و

ولسمشریزو او ولایتی شورای ګانو صندوقونو ته رای اچونه ډاکټر یوسف نورستانی رای پاڼی په اچولو سره رسمآ پیل شو. امنیتی ځواکونو په خپل پراخ حضور سره هڅه کړی ده ترڅو بشپړ امنیت راوړی. دافغانستان خلک نن د دریم ځل لپاره د رای ورکولو مرکزونو ته ولاړل چی خپل ولسمشر انتخاب کړی . 

د رای اچونی په مرکزونو کی دخلکو پراخ ګډون د خلکو د هڅونی سبب کیږی

کوم انځور چی د ځینو ولایتونو څخه په ذهن کی موجود و، د هغه پرخلاف خلک په ډیر شوق او خوښی سره د رای اچونی مرکزونو ته ځی . دخوست ولایت د نارینو او ښځینو د پراخ حضور ښکارندوی دی ، سره لدی چی امنیتی ګواښونه ددی ولایت په ځینو برخو کی موجودو بیا هم…

د ښځو پراخ ګډون په ولسمشریزو او ولایتی شوراګانوپه ټول ټاکنو کی د نړیوالو رسنیو د اخبار سر لیک دی

سره لدی چی روانی جګړی او ګواښونه چی د رای ورکولو نه مخکی پیل شوی و، ولی دافغانستان خلکو په تیره بیا ښځو دا وښودله چی نور تبلیغات او روحی جګړی نه شی کولای چی په افغانی ټولنه کی ځای ولری. او دا خلک دی چی خپله غواړی په خپل لاس خپل برخلیک وټاکی . دمثال…