دچاریکار په ښار د دنیای نوین پر رادیو باندی دبمی برید عاملین باید هرڅه ژر وپیژندل او محاکمه شی

دپنجشنبی په ماښام پرموټر سایکل سپرودچاریکار په ښار کی د دنیای نوین پر رادیو باندی دیوه لاسی بم په ویشتلو سره ، یو ځل بیا په افغانستان کی دبیان آزادی یی خپل موخه وګرزول چی دخبریالانو او درسنیو د کارکوونکو داندیښنی سبب شو .

نی د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره، دخبریالانو پر ضد دتاوتریخوالی د قضایاو دڅیړلو دکاری ګروپ دکمیټی د جوړښت څخه ملاتړ کوی

د ۲۰۰۱ کال راهیسی دافغانستان د خبریالی ټولنه دخبریالانو پر وړاندی دتاوتریخوالو دډیرو سختو پیښو لکه وژنی، ټپی کیدو، نیونی ، وهل ټکول او ګواښونو شاهد و.لکه څرنګه چی وروستی مورد د۲۰۱۶ میلادی کال کی د موبی ګروپ د۷ تنو او هم په یوه بیل برید کی دننګرهار ولایت دملی تلویزون دیو خبریال وژنه او…