هیڅ ارګان حق نه لری چی دخبریالانو او انځوراخیستونکو په شمول معلوماتو ته دلاسرسی خنډ وګرځی

کندهار ښار ته دجمهور رییس دسفر پرمهال د دوشنبه په ورځ ( دغبرګولی ۲۱/ اودجون ۱۱) یو شمیر خبریالانو خبر ورکړچی هغوی یی ۷ ساعته مخکی دجمهوررییس دبیانیی دپوښښ په موخه راغوښتی وه خو وروسته له هغه چی جمهوررییس راورسیده ، دارګ مطبوعاتی ډلی  او دجمهوررییس ځانکړو ساتونکو خبریالانو او فلم اخیستونکو ته دفلم اخیستو…