پرملکی خلکو او د عامه خدماتو ارګانونو باندی برید درسنیو په شمول، د جګړی دنړیړالو قوانینو برخلاف کار دی

دباور وړ سرچینو دراپورونو پر اساس چی دامنیتی ستونزو له کبله دهغه د هویت د څرګندولو څخه ډډه کیږی، دغزنویانو رادیو تلویزیون، دغزنویانو رادیو او درڼا رادیو دفتر ونه په غزنی ولایت کی دطالبانو له لوری ورته اور اچول شوی دی.او د ددی دریو رسنیو تجهیزات له منځه تللی دی .

په کابل کی دیو رسنیز کارکونکی وژل کیدل ، دافغانستان رسنیزی ټولنی ته یوبل ټکان و

د فرانس پرس (AFP)دخبری آژانس موټر چلوونکی اختر محمد، پرون یکشنبه د سرطان ۳۱ کله چی دکور څخه ددفتر په لوری روان و دکابل دهوایی ډګر په څلور لاری کی  دیوه ځان وژنکی برید په ترځ کی په شهادت ورسید.

اداری خبرداری ښه دی ولی حکومت باید قانون په بشپړه توګه تطبیق کړی

وروسته لدی چی دغزنی په ولایت کی دوه خبریالان دملی امنیت دیو کارکونکی له لوری ووهل شول دملی امنیت مسوولینو درسنیو دڅار دفتر ته وویل دا موضوع دغزنی دملی امنیت  په منځګړیتوب او دامنیت دکارکونکی په بخښنی غوښتلو سره حل شوه او کوم کارمند چی خبریال ته سپکاوی کړی دی نیول شوی او اداری جزا…