د اسوشیتد پرس دآژانس عکاس مسعود حسینی، دیوی پیښی څخه روغ رمټ ووت

دهیواد مشهور فوتو ژورنالیست (خبری عکاس) مسعود حسینی، چی دنړیوال  پولیتزر جایزی وړونکی دی، تیره شپه ۷بجی  دوری دمیاشتی پر ۸ دکابل په ښار کی تربرید لاندی راغی چی په خوښی سره نوموړی ته کوم ځانی زیان ونه رسیدی .

نی، درسنیز کارکونکی ابراهیم عابد دفلم اخستونکو دعاملانو دڅارنی غوښتونکی دی

په ټولنیزو رسنیو کی  دیوی ویډیو لاس په لاس ګرزول دا ښیی چی دافغانستان یو رسنیز کارکونکی د بی حالی په حالت کی دی  پدی فیلم کی په  وضاحت لیدل کیږی چی ددی سره غیر انسانی سلوک  کیږی .

دمونوګراف لیکنی پروګرام په بریالیتوب سره پای ته ورسید.

دکابل پوهنتون دژورنالیزم دپوهنځی لس تنو فارغانو دمونوګراف پروګرام د غوره مونوګراف په انتخاب سره پای ته ورسید.دا پروګرام داسلو پوهنتون دپروژی یوه برخه وه، کوم چی دناروی هیواد دبهرنیو چارو وزارت دمالی څانګی په مرسته جوړه شوی وه.پدی پروګرام کی دکابل پوهنتون استادانو،خبریالانو او دهیواد مطرح لیکوالانو ګډون کړی و.

درسنی پر یو کارکونکی باندی تور،نباید د حکومت له لوری دبیان پر آزادی باندی دفشار او زور په یوه وسیله تبدیل شی

   دکندهار ولایت ، امنیتی چارواکو دسلواغی پر ۱۸ دچاودیونکو توکو خنثی کولو څخه، چی ادعا کیږی د خبریالۍ به یو مایک کی چاودیونکی توکی ځای پر ځای شوی و، خبر راکړ.

دخبریالانو پر وړاندی دتاوتریخوالی قضایاوی چی دبشریت ضد، اوجنګی جنایت کی شمیرل شوی دی په(ICC) یعنی نړیواله جزایی محکمه کی ثبت شول

  دخبریالانو پرضد دتاوتریخوالی ۱۹۰ قضایاوی چی په هغه کی ټپی کیدل، برهمته کیدل ،ګواښونه او ویره شامل دی اود ۱۳۸۲کال راهیسی دطالبانو ، داعش او حقانی ډولو له خوا ترسره شوی دی ، دنی ددفتر له خوا په رسمی ډول دبشریت ضد جنایتونه او جګړیز جنایتونوپه توگه په نړیواله جزایی محکمه کی ثبت شو.