دکندز دخبریالانو دځان او مال اودامنیت ساتلو مسوولیت دافغانستان ددولت په غاړه دی

 وروسته له هغه چی دکندوز ولایت ځینی برخی دطالبانو له خوا ونیول شوی ،یو شمیر خبریالانو دکندز ولایت امن ځایونو ته پناه وړی خولا اوس هم یو شمیر نور رسنیز کارکونکو او خبریالان په ناامنه سیمو کی دطالبانو په محاصره کی قرار لری .

موږ دافغانستانحکومت ددی غوښتنی څخه چی یو ځانګړی استازی دی دخبریالانو دمصوونیت په موخه وټاکل شی په پوره قاظعیت سره ملاتړ کوو

 دافغانستان  حکومت  په رسمی ډول دملګرو ملتونو د سازمان څخه غوښتی دی؛ ترڅو یو ځانګړی استازی دخبریالانو د مصؤنیت، دخبریالانو او رسنیو د بیان دآزادی په موخه ور وپیژنی .

د نی ددفتر دسروی پایلی: دلومړی ځل لپاره په ټولنیزو رسنیو کی د سانسور څخه پرده پورته کوی

 دیوی سروی په نتیجه کی چی دنی ددفتر له خوا په لاره اچول شوی وښودل . چی اکثریت دټولنیزو رسنیو کارکوونکی دمختلفو دلایلو پر اساس دانتقادی مطالبو دنشرولو څخه په ټولنیزو رسنیو کی ډډه کوی.

هر ډول سانسور د افغانستان پر رسنیو ، داساسی قانون پر خلاف کار دی

د نی دفتر دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره دهرات ولایت د ولایتی شورای داستازی  پر وینا چی په  سانسور یی اقدامیا لاس پوری کړی دی په سختی سره غندی .او هغه یی داساسی قانون د ۳۴ مادی سره په مغایرت کی بولی .