دننګرهار په ولایت کی دیو خبریال وژنه، یو ځل بیا خبریالی ټولنه دغم په ټغر کینول

دنی دفتر دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره د دننګرهار په ولایت کی د زبیر خاکسار،د ملی تلویزون خبریال وژنه په سختی سره غندی او دبی دفاع او بیګناه کسانو وژنه داخلاقی، دینی او انسانی اصولو په مغایرت ګی بولی .

دطلوع پر کارکونکو باندی برید یو جنګی جنایت دی چی دافغانستان خلک به یی هیڅ وخت دیاده ونه باسی

د چهارشنبی ماښام دموبی ګروپ دکارکونکو پریو موټر دکابل ددارلاامان پر عمومی سړک (دطلوع، طلوع نیوز، او لمرتلویزونو او هم د آرمان، رادیو د اراکوزیا راډیو، افغان سین او کابورا پرودکشن) باندی ځان وژنکی برید وشو چی ددی برید په ترځ کی دموبی ګروپ اوه تنه کار کونکی شهیدان او دشلو نه زیات نور ټپیان شول .

دبامیانو د امنیی قوماندان دساتونکو له خوا دیو خبریال وهل ټکول غندو

دکلید رادیو سیمیز خبریال محمد اسحق اکرمی ادعا لری چی دبامیانو ولایت دامنیه قوماندان ساتونکو له خوا وهل شوی دی . نی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره دپولیس دا چلند غیر قانونی بولی او هغه په سختی سره غندی.

دخبریالانو اخلاقی موازینو سند دافغانستان خبریالانو ته د ټول پوښتنی په موخه

لدی چی دافغانستان خبریالان داخلاقی موازینو اړوند دیو خبریالی د واحد سند څخه محروم دی اوداسی یو واحد سند نه درلودلو له کبله خبریالان د ستونزو سره مخ دی اودځینوخبریالانو د ستونزو سبب هم همدی کبله دی .

دافغانستان دولت باید په هر ډول چی کیږی دخلافت دآواز درایو نشرات ودروی

دافغانستان د نی دفتر چی د آزادو رسنیو ملاتړ اداره ده دهغه معلوماتو پر اساس چی یی لاس ته راوړی دا ښیی چی د خلافت په نامه رادیو دمسوولینو د غوښتنی باوجودچی باید خپرونی یی ودریږی ،لاتراوسه نشرات لری .

معلوماتوتهپر لاسرسی باندی دمحدودیت لګول غیر قانونی دی او په هیڅ ډول د منلووړ نه دی!

دافغانستان د نی دفتر چی د ازادو رسنیو ملاتړ اداره ده داسی شواهد لاس ته راوړی چی ښیی ددوولایتونو والایانو یعنی بامیان او دایکندی خپل ولایتی بنسټونو ته دستور ورکړی چی ددی وروسته ، مخکی لدی چی درسنیو او خبریالانو سره خبری وکړی باید د والی دفترونه سره موضوع شریکه کړی .