دکابل ښار دنن ورځی په ویرجنی پیښی کی دیوه خبریال ټپی کیدل زموږ اندیښی زیاتوی

دنن ورځی په ترهګره برید کی چی دافغانستان دعالی ستری محکمی مخ ته تر سره شو، دنوروولاروی وګړو تر څنګ، یو تن خبریال چی د رپوټ دبرابرلو په موخه ددی سړک څخه تیریده ټپی شو او دکابل یوه روغتون ته ولیږدول شو.

دغزنی په ولایت کی پر خبریال باندی برید په سخته غندو

دغزنی په ولایت کی دپژواک خبری آژانس خبریال سیف الله مفتون تیره شپه کله چی دکور خواته روان و چی ناشناخته وسله والو کسانو څاره او دغزنی ښار په یوه کوڅه کی یی ودراوه اوروسته له ووهلو یی دده لپ ټاپ کمپیوتر او تلیفون دځانه سره یوړه.

په افغانستان کی دیوه پاکستانی خبریال د محاکمی په اړه باید دافغانستان دولت ، وضاحت ورکړی

کوم معلومات چی دننګرهار ولایت څخه رسیدلی دی ، یو پاکستانی خبریال چی دوی نیمی میاشتی وړاندی په غیر قانونی ډول افغانستان ته داخل شوی و،دامنیتی موظیفینو له لوری نیول شوی اودچنګاښ په ۱۶ په یوه سری محاکمه کی په څلور ګاله بند محکوم شوی دی.

درای ورکولو پروسه رسما پای ته ورسیده

د ټاکنو د خپلواک کمیسون د اعلان پر اساس، د رای اچونی پروسه په ټول افغانستان کی دمازدیګر پر ۴ بجو پای ته ورسیده.  دټاکنو دخپلواک کمیسیون مشر ضیا الحق امرخیل پر وینا که چیری په ځینو د رای اچونو په محلاتو او مراکزو کی درای اچوونکو حضور ولیدل شی ، درای ورکولو وخت به…

دافغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړ کوونکی

ولسمشریزو ټاکنو دوهم پړاو ته رای ورکول نن دسهار پر ۷بجی دټاکنو خپلواک کمیسیون د ریس ډاکتر محمد یوسف نورستانی په رای اچونی سره په رسمی توګه پیل شو. ښاغلی نورستانی ورسته له رای اچونی خبرنګارانو ته وویل خلک باید پر خپل پراخ حضور سره خپل راتلوونکی زعیم انتخاب کړی. ده له ټولو هغه کسانو…

دافغانستان د خبریالانو ټولنه دیوبل خبریال دلاس ورکولو سره، دوینو ډک کال تجربه کوی

په مزارشریف کی دیوی رادیویی خپرونی دیوه جوړونکی ناڅرګنده وژنه ،یوځل بیا په هیوادکی رسنیو او دهغوی کارکوونکو ته د خطر زنګ دی. وسله والو ناشناخته کسانو پرون دشنبی ورځ د چنګاښ پر ۲۱ خالداګاه یعقوبی چی په یوه طنزی او تفریخی خپرونه یی د لحظه په رادیو کی (سمیزه رادیو ګی دمزارشریف په ښار…

په قندهار ولایت کی د ویره اچونی په بریدونو دخبریالانو ټپی کیدل دخواشنینی وړ دی

په کندهار ولایت کی دترهګرو له خوا په ځان وژونکو بریدونو کی چی دیو شمیرښاریانو دشهادت او ټپی کیدو سبب شول ددی ولایت دوتنه خبریالان هم شامل دی. دپژواک داژانس رپورټر بشیر احمد نادم او عبدالله دهیواد تلویزون سیمیز خبریال چی غوښتل ددی پیښی څخه رپوټ جوړ کړی ، چی د رپوټ جوړولو پر مهال…

نی په افغانستان کی د آزادو رسنیو ملاتړ کوونکی دویمه خبرپاڼه

دیو شمیر زیاتو ولایتونو او مرکز څخه رپوټونه دټاکنو د پروسی څخه خبر ورکوی او سره لدی زیاتو امنیتی ستونزو سره خلک په پراخه پیمانه د رای اچونی صندوقونه ته ورغلل. د سهار له نه بجو څخه تر دغرمی تر دولسو پوری چی کوم رپوټونه خپاره شوی دی چی د غور په ولایت کی د…

دریاست جمهوری ټاکنو ته درای اچونی په اړوند

نن د غبرګولی دمیاشتی ۲۴دسهار بر ۷ بجی په هیواد کی د رای اچونی مرکزونه پرانستل شول .امنیتی ځواکونو ظاهرا یوه ښه امنیتی فضای منځ ته راوړی ده اوخلک ډلی ډلی د رای اچونی مرکزونه ته ځی ترڅو د ریاست جمهوری په دوهم پړاو کی ګډون وکړی.