دافغانستان رسنیزی ټولنی، نوی میلادی کال دخبریال په قربانی پیل کړ
دغور غږ رادیو مسوول مدیر بسم الله عادل ایماق، د فیروزکوه په ښار کی دجمعی، په ماښام د ناپیژاندو کسانو له لوری په ډزو وویشتل شو او په شهادت ورسید.
دغور غږ رادیو مسوول مدیر بسم الله عادل ایماق، د فیروزکوه په ښار کی دجمعی، په ماښام د ناپیژاندو کسانو له لوری په ډزو وویشتل شو او په شهادت ورسید.
دخبریالانو د موخیزو وژنو په لړ کې، دا ځل د اسوشیټیډ پریس ژورنالیست او عکاس، رحمت الله نیکزاد په غزني ولایت کې د خپل کور مخې ته د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.
د ملي امنیت شورا لخوا ځایي چارواکو ته په لیږل شوي لیک کې ولسمشر غني حکم کړې چې هر ولایت والي د معلوماتو دورکړی مسول دي او والیان به نور د “دویاندانو ” درلودلوحق ونه لري.
دآریانا او آریانا نیوز ویاند؛ فردین امیني، نن سهار شاوخوا 10 بجې دمیرغلام په ښارګوټي کې په ۱۷مه ناحیه کی پرغاړه باندی ټپی او بیا په روغتون کی مړ شو.
دانعکاس تلویزون دخپرونوچلونکی ملاله میوند اودهغه دموټر چلونکی طاهر خان، کله چی ددندی په لور روان وه دجلال اباد ښار دعربانو په ګولایی کی ، دناپیژانده وسله والو کسانو له لوری تر برید لاندی راغلل او ووژل شول .
پرون د اروپا ، امریکا او آسټرلیا هیوادونو سیاسي نمایندګانو په یوه اعلامیه کی ټینګار وکړ چې د ژورنالیستانو او د رسنیو د فعالینو په ژوند برید د بیان ازادي له خطر سره مخامخ کړی او دا بریدونه نه یوازې د افرادوپر ژوند بلکه په سوله باندې هم برید دی.
نن سهار ښاغلی داعی هغه وخت چی غوښتل دکور څخه دکار دفتر ته ولاړ شی دده دنقلیی پر وسیلی باندی مقتاظیسی ماین د چاودنی له امله شهید شو .
یما سیاوش د طلوع دتلویزون دسیاسی خپرونو چلونکی او د افغانستان بانک مشاور دیو نښلونکی بم په چاودنه کی ددونورو همکارانو سره شهید شو.
نن د نوامبر ۲ چی دخبریالانو پر وړاندی د دمجازاتو څخه دخلاصون دود ته دپای ټکی ایښودلو نړیواله ورځ ده. د۱۳۸۰ راهیسی دنی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره د۱۵۰۰ نه زیاتی دتاوتریخوالی دوسیی ثبت کړی دی، دعدلی او قضایی څانګو دمعلومات پراساس یوازی ۶۰ دوسیی دمحاکماتی برخو څخه تیر شوی او فیصله شوی دي.
دتخار په ولایت کی دملکی تلفاتو اړوند او په تیره بیا دماشومانو دو ژنی په اړه چی د افغانستان حکومت دهوایی ځواکونو له لوری دخبریالانو له لوری خبرونه خپاره شوی و چی دافغانستان حکومت دغضب سبب شوی دي.