په کابل کی دیو رسنیز کارکونکی وژل کیدل ، دافغانستان رسنیزی ټولنی ته یوبل ټکان و

د فرانس پرس (AFP)دخبری آژانس موټر چلوونکی اختر محمد، پرون یکشنبه د سرطان ۳۱ کله چی دکور څخه ددفتر په لوری روان و دکابل دهوایی ډګر په څلور لاری کی  دیوه ځان وژنکی برید په ترځ کی په شهادت ورسید.

اداری خبرداری ښه دی ولی حکومت باید قانون په بشپړه توګه تطبیق کړی

وروسته لدی چی دغزنی په ولایت کی دوه خبریالان دملی امنیت دیو کارکونکی له لوری ووهل شول دملی امنیت مسوولینو درسنیو دڅار دفتر ته وویل دا موضوع دغزنی دملی امنیت  په منځګړیتوب او دامنیت دکارکونکی په بخښنی غوښتلو سره حل شوه او کوم کارمند چی خبریال ته سپکاوی کړی دی نیول شوی او اداری جزا…