دافغانستان دولت باید په هر ډول چی کیږی دخلافت دآواز درایو نشرات ودروی

دافغانستان د نی دفتر چی د آزادو رسنیو ملاتړ اداره ده دهغه معلوماتو پر اساس چی یی لاس ته راوړی دا ښیی چی د خلافت په نامه رادیو دمسوولینو د غوښتنی باوجودچی باید خپرونی یی ودریږی ،لاتراوسه نشرات لری .

معلوماتوتهپر لاسرسی باندی دمحدودیت لګول غیر قانونی دی او په هیڅ ډول د منلووړ نه دی!

دافغانستان د نی دفتر چی د ازادو رسنیو ملاتړ اداره ده داسی شواهد لاس ته راوړی چی ښیی ددوولایتونو والایانو یعنی بامیان او دایکندی خپل ولایتی بنسټونو ته دستور ورکړی چی ددی وروسته ، مخکی لدی چی درسنیو او خبریالانو سره خبری وکړی باید د والی دفترونه سره موضوع شریکه کړی .

دبیان د ازادی څخه ناوړه ګټه اخیستنی دترهګریزو موخو لپاره دمنلو وړ نه دی !

دداعش ترهګری ډلی یوه رادیویی د FM دستګاه دخلافت دآواز تر نامه لاندی دافغانستان په شرق کی په کارپیل کړی او دجلال آباد او ښاوخواسیمو کی اوریدل کیږی او دافغانستان ددولت او خلکو پر ضد په پراخ تبلیغاتو لاس پوری کړی دی.

دافغانستان اساسی قانون به د هیڅ شرایطو او عنوان لاندی نقض نه کړو

دافغانستان د ملی یووالی حکومت په یوه غیر منتظره او غیر قانونی کړنی سره دافغانستان ټولی دولتی امنیتی اداراتو ته دستور ورکړی دی کومو دولتی کارکونکو اومامورینو چی د لړم دمیاشتی پر شلمه په مظاهرو کی برخه اخیستی وه وپیژندل شی او تر پوښتنی لاندی ونیول شی .

نی داریانا نیوز دمستقیمو نشراتو د پری کیدو په اړه چی ویل کیږی دامنیتی ځواکونو له خوا صورت موندلی دی شوک لیدلی دی

نن چهارشنبی د لړم دمیاشتی پر ۲۰ نیټه چی کومی مظاهری دزابل ولایت د۷ تنو د سر دپری کیدو له امله دکابل په ښار کی تر سره شوی وی ، دآرایانا نیوز ژوندی نشرات دامنیتی ځواکونو له خوا پری شوی .