دافغانستان اساسی قانون به د هیڅ شرایطو او عنوان لاندی نقض نه کړو

دافغانستان د ملی یووالی حکومت په یوه غیر منتظره او غیر قانونی کړنی سره دافغانستان ټولی دولتی امنیتی اداراتو ته دستور ورکړی دی کومو دولتی کارکونکو اومامورینو چی د لړم دمیاشتی پر شلمه په مظاهرو کی برخه اخیستی وه وپیژندل شی او تر پوښتنی لاندی ونیول شی .

نی داریانا نیوز دمستقیمو نشراتو د پری کیدو په اړه چی ویل کیږی دامنیتی ځواکونو له خوا صورت موندلی دی شوک لیدلی دی

نن چهارشنبی د لړم دمیاشتی پر ۲۰ نیټه چی کومی مظاهری دزابل ولایت د۷ تنو د سر دپری کیدو له امله دکابل په ښار کی تر سره شوی وی ، دآرایانا نیوز ژوندی نشرات دامنیتی ځواکونو له خوا پری شوی .

دکندهار دسیمیزی (څانګی رادیو ) په دفتر کی چاودنه ، جګړیز جنایت دی ،او په سختی سره یی غندل کیږی

د پنج شنبه د تلی پر ۳۰ دماښام پر ۷بجو دکندهار ولایت دڅانګی پررادیو کی چاودنه وشوه ، او په خوښی سره چی کارکونکو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او خپرونی هم فعالی دی خو مالی خساری رسیدلی دی .

دطالبانو له خوا د طلوع او یک تلویزونی شبکو ګواښ داسلامی ،انسانی او نړیوالو ارزښتونو خلاف کار دی

دنی دفتر دازادو رسنیو ملاتړ اداره ، دیک او طلوع تلویزون ته ګواښ دترهګرو طالبانو له خواپه سختی سره غندی طالبان په خپل دی کار سره یوځل خپله دښمنی دانسانیت او تمدن سره ښیی .