دافغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړ کوونکی

ولسمشریزو ټاکنو دوهم پړاو ته رای ورکول نن دسهار پر ۷بجی دټاکنو خپلواک کمیسیون د ریس ډاکتر محمد یوسف نورستانی په رای اچونی سره په رسمی توګه پیل شو. ښاغلی نورستانی ورسته له رای اچونی خبرنګارانو ته وویل خلک باید پر خپل پراخ حضور سره خپل راتلوونکی زعیم انتخاب کړی. ده له ټولو هغه کسانو…

درای ورکولو پروسه رسما پای ته ورسیده

د ټاکنو د خپلواک کمیسون د اعلان پر اساس، د رای اچونی پروسه په ټول افغانستان کی دمازدیګر پر ۴ بجو پای ته ورسیده.  دټاکنو دخپلواک کمیسیون مشر ضیا الحق امرخیل پر وینا که چیری په ځینو د رای اچونو په محلاتو او مراکزو کی درای اچوونکو حضور ولیدل شی ، درای ورکولو وخت به…

دافغانستان د خبریالانو ټولنه دیوبل خبریال دلاس ورکولو سره، دوینو ډک کال تجربه کوی

په مزارشریف کی دیوی رادیویی خپرونی دیوه جوړونکی ناڅرګنده وژنه ،یوځل بیا په هیوادکی رسنیو او دهغوی کارکوونکو ته د خطر زنګ دی. وسله والو ناشناخته کسانو پرون دشنبی ورځ د چنګاښ پر ۲۱ خالداګاه یعقوبی چی په یوه طنزی او تفریخی خپرونه یی د لحظه په رادیو کی (سمیزه رادیو ګی دمزارشریف په ښار…

په قندهار ولایت کی د ویره اچونی په بریدونو دخبریالانو ټپی کیدل دخواشنینی وړ دی

په کندهار ولایت کی دترهګرو له خوا په ځان وژونکو بریدونو کی چی دیو شمیرښاریانو دشهادت او ټپی کیدو سبب شول ددی ولایت دوتنه خبریالان هم شامل دی. دپژواک داژانس رپورټر بشیر احمد نادم او عبدالله دهیواد تلویزون سیمیز خبریال چی غوښتل ددی پیښی څخه رپوټ جوړ کړی ، چی د رپوټ جوړولو پر مهال…

نی په افغانستان کی د آزادو رسنیو ملاتړ کوونکی دویمه خبرپاڼه

دیو شمیر زیاتو ولایتونو او مرکز څخه رپوټونه دټاکنو د پروسی څخه خبر ورکوی او سره لدی زیاتو امنیتی ستونزو سره خلک په پراخه پیمانه د رای اچونی صندوقونه ته ورغلل. د سهار له نه بجو څخه تر دغرمی تر دولسو پوری چی کوم رپوټونه خپاره شوی دی چی د غور په ولایت کی د…

دریاست جمهوری ټاکنو ته درای اچونی په اړوند

نن د غبرګولی دمیاشتی ۲۴دسهار بر ۷ بجی په هیواد کی د رای اچونی مرکزونه پرانستل شول .امنیتی ځواکونو ظاهرا یوه ښه امنیتی فضای منځ ته راوړی ده اوخلک ډلی ډلی د رای اچونی مرکزونه ته ځی ترڅو د ریاست جمهوری په دوهم پړاو کی ګډون وکړی.

د رسنیو دمدیریانو پریکړه لیک

دافغانستان د خپلواکو رسنیو دمدیرانو په ناسته کی چی د”د افغانستان دازادو رسنیو دمدیرانو ملی کنفرانس”د ۱۳۹۳شمسی کال دغبرګولی دمیاشتی پر ۵ نیټه دافغانستان دنی دفتر چی دازادو رسنیو ملاتړ اداره ده جوړ شوی وی او په هغه کی دهیواد څخه دسلو نه زیات درسنیو مدیرانو ګډون کړی و، دغه لاندی موارد تصویب او ژمنه…

د رای اچونی پروسی پایله

افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی د رایې ورکولو وخت په پنځو بجو پای ته ورسېد، خو هغه کسان چې په کتارونو کې ولاړ دی کولای شی خپلې رایې وکاروی او د ټاکنو کمېسیون کارکوونکی چمتو دی چې هغوی ته اسانتیاوې برابرې کړی. ټاکل شوې وه د رایې ورکولو بهیر د سهار په اوو بجو…

په ټول هیواد کی د رای اچونی د مرکزونو په پرانستلو سره د ښځو حضور د وړاندوینی وړ نه و

ولسمشریزو او ولایتی شورای ګانو صندوقونو ته رای اچونه ډاکټر یوسف نورستانی رای پاڼی په اچولو سره رسمآ پیل شو. امنیتی ځواکونو په خپل پراخ حضور سره هڅه کړی ده ترڅو بشپړ امنیت راوړی. دافغانستان خلک نن د دریم ځل لپاره د رای ورکولو مرکزونو ته ولاړل چی خپل ولسمشر انتخاب کړی .